کابل (پژواک، ٢٨ لېندۍ ٩٤): راپورونه وايي چې شاوخوا ٣٢٠ افغانانو غوښتنه کړې چې غواړي په خپله خوښه بېرته له جرمني افغانستان ته ستانه شي.
د راپورونو له مخې، د جرمني په پلازمېنه برلېن، مونيخ او بون ښارونو کې دغو افغانانو له ځايي چارواکو دغه غوښتنه کړې چې دوى دې ژر تر ژره بېرته کابل ته ولېږدول شي.
په جرمني کې د افغانستان سفير حميد صديق رسنيو ته ويلي چې هېواد ته د بېرته ستنېدونکو افغانانو عمرونه د ١٥ او ٢٥ کلونو تر منځ دي او دغه شمېر مخ په ډېرېدو دي.
نوموړي زياته کړې چې پر هر ستنېدونکي افغان باندې ١٢٠ يورو لګښت راځي.
سفير زياته کړې چې دغو افغانانو د خپلو کورنيو په غړو پسې خپه شوي او غواړي چې له هغوى سره ژر تر ژره وګوري.
د معلوماتو له مخې، د روان کال په اوږدو کې شاوخوا ١٥٠زره افغانان له هېواده وتلي چې ډېرى يې ځوانان دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










