ترينکوټ (پژواک، ۲۹ ليندۍ ۹۴): په اروزګان کې له هغو سلګونو بېځايه شوو کورنيو سره د خوراکي او غيرخوراکي توکو مرستې وشوې، چې مرکز ترينکوټ ته راکډه شوې دي.
د اروزګان والي محمدنذير خروټي نن د يادو مرستو د وېش پرمهال وويل،چې نننۍ مرستې شاوخوا ۵۵۰ هغو بېځايه شويو کورنيو ته ورکول کېږي، چې د بېلابېلو ستونزو له امله له خپلو سيمو څخه مرکز ترينکوټ ته راکډه شوې وې.
ده زياته کړه،چې په يادو مرستو کې غنم، غوړي، بوره، صابون او چاى شامل دي، چې دا توکي د نړيوال غذايي پروګرام ادارې (ډبليو ايف پي) او د کډوالو چارو د امريت له لارې برابر شوي و.
ياد کډوال چې دا مرسته يې ترلاسه کړې، د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ له دولته غواړي چې دوى ته د کورونو جوړولو لپاره ښارګوټى په پام کې ونيسي.
د چورې ولسوالۍ يوه بېځايه شوي بازمحمد، پژواک اژانس ته وويل، چې نن ورته خوراکي توکي ورکړل شول، خو دولت بايد ورته د کورونو جوړولو لپاره ځمکې په واک کې ورکړي او هم ورته د کار زمينه برابره کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې دملګرو ملتونو د وګړو صندوق(UNFPA) په يو راپور کې ،چې نن په کابل کې يې خپور کړى، ويلي چې په افغانستان کې د بېځايه شويو کورنيو حالت داندېښنې وړ دى او بايد دوى ته دژوند کولو اسانتياوې برابرې شي.
همدارنګه د اقتصاد وزارت د پلان اوپاليسۍ رياست وايي، چې په روان ٢٠١٥ زيږديز کال کې له ٦٤٣ زره کسانو څخه زيات په هېواد کې دننه د ناامنيو، طبيعي پېښو اوبېوزلۍ له امله له خپلو کورونو څخه بېځايه شوي، چې بايد ورته سرپناه برابره شي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










