منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۰۵ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

طالبان: د کډوالو له خوا زموږ له ادرسه وړاندې کېدونکي تهديدليکونه جعلي دي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۳ کتنې

کابل (پژواک، ٢٩ لېندۍ ٩٤): وسله والو طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره اروپايي او نورو هېوادونو ته خبر ورکړى، د طالبانو په نوم چې کوم جعلي تهديد ليکونه د دغو کډوالو له خوا هغوی ته وړاندې کېږي، ټول جعلي دي.

د طالبانو له خوا د لېندۍ په ٢٩مه په خپره شوې دې اعلاميه کې راغلي چې د وروستيو راپورونو له مخې، له هېواده په زرګونو کسان اروپا او د نړۍ نورو هېوادونو ته تښتي.

سرچينې زياته کړې چې له دغو کسانو يې يو شمېر خپل هدف ته تر رسېدو وړاندې په سمندرونو کې ډوبېږي او يا هم له نورو ډول ډول ستونزو سره مخ کېږي.

طالبانو د دې خبرپاڼې له لارې په بهرنۍ نړۍ کې د مهاجرت او کډوالۍ ټولو اړوند ارګانونو او هېوادونو ته خبر ورکړى، د طالبانو په نوم کوم جعلي تهديد ليکونه چې د دغو کډوالو له خوا هغوی ته وړاندې کېږي، هېڅ واقعيت نه لري.

دوى زياته کړې چې دغه تهديدليکونه خلکو ته د مافيايي کړيو له خوا د پيسو په بدل کې جوړېږي.

طالبانو ادعا کړې چې بهرنيو هېوادونو ته د هېوادوالو د تېښتې اصلي لامل په هېواد کې موجوده نا امني، بې روزګاري او په حکومت کې اداري فساد دى.

د دوى په وينا، د همدې ستونزو له امله خلک اړ شوي چې په بهر کې ځان ته د يوه ارام ژوند لپاره له هر ډول ناقانونه او نامشروع لارو چارو ګټه پورته کړي.

په اعلاميه کې راغلي، له همدغو ناقانونه او نامشروع لارو يوه هم ځان ته داسې جعلي تهديد ليکونه جوړول دي چې ګواکې دغو کډوالو ته په هېواد کې د طالبانو له خوا د مرګ اخطارونه ورکړل شوي چې له امله يې د دوى ژوند له ګواښ سره مخ دی.

خو د مدني ټولنې غړي او د سياسي چارو کارپوهان د طالبانو دغه ادعا ردوي چې ګواکې افغانان يواځې په حکومت کې د فساد، بېکارۍ او نورو ستونزو له امله هېواد پرېږدي.

د مدني ټولنې يو غړی ارشاد رغاند وايي چې په خرابه حکومتولۍ، بېکارۍ او فساد کې شک نشته، دا هم له هېواده د تېښتې ضمني عوامل دي، خو اصلي عامل يې هغه نا امني ده چې د وسله والو طالبانو له خوا رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړې: ((د طالبانو د واکمنۍ پر مهال لسګونه زره هېوادوال له هېواده وتښتېدل، طالبان اوس په دې اړه هېڅ د خبرو حق نه لري، افغانانو په ايران او پنجاب کې ډېرې بدې ورځې وګاللې.))

د نوموړي په وينا، اکثره خلک چې له هېواده وځي، بېکاري دومره نه يادوي لکه د سر او مال نه خونديتوب، اوسنی حکومت له ټولو ستونزو سره د اقتصادي ودې او کارموندنې ښه پروګرامونه لري، خو طالبانو او نورو جنګي ډلو د هغو پروګرامونو مخه هم ډب کړې.

د نجيب الله خان په نوم د مدني ټولنې يوه فعال پژواک اژانس ته وويل، دا سمه نه ده چې په تېر يو نيم کال کې د افغانانو د مهاجرتونو د زياتوالي لامل يواځې خرابه حکومتداري او بېکاري ده.

هغه زياتوي چې اصلي لامل يې نا امنۍ او جګړې دي چې د طالبانو له خوا رامنځته شوې، خلک هغه وخت کډوال کېږي چې ژوند يې خوندې نه وي. جنګ په تېر يونيم کال کې په بې ساري ډول شدت پيدا کړی او همدا دليل دی چې خلک کډوال کېږي.

د نوموړي په وينا، د سوريې، عراق او اوکراين هېوادونه ټول د جنګونو له امله مهاجر شوي دي.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال