منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۰۵ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ترکي ځواکونو ٦٩ افغانان له ډوبېدو ژغورلي

· ۱ دقیقه لوستل · ۸۱ کتنې

کابل (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٤): د ترکيې بحري ځواکونو ٦٩ هغه افغانان په بحر کې له ډوبېدو ژغورلي چې غوښتل يې په ناقانونه توګه اروپا ته  لاړ شي.

ترکي رسنيو د مرغومي په لومړۍ نېټه خبر ورکړى چې دا پېښه پرون په لوېديځ ولايت ازمير کې رامنځته شوه.

سرچينې زياته کړې، دغو ناقانونه افغان کډوالو غوښتل په کښتۍ کې له ازمير څخه د يونان چايس ټاپو ته ځانونه ورسوي.

په راپور کې راغلي چې د دوى کښتۍ د تېزو بادونو له امله له ستونزې سره مخ شوې وه چې په ازمير کې د بحري ځواکونو له خوا وژغورل شول او يوې خوندي سيمې ته لېږدول شوي دي.

بلخوا رسنيو خبر ورکړى چې د ازمير په يوه بله سيمه کې د دوو ماشومانو جسدونه موندل شوي چې په بحر کې ډوب شوي وو.

راپورونه وايي چې سږ کال د ترکيې له لارې اروپا ته په ناقانونه توګه له تلونکو کسانو ٣١٣٨ يې په اوبو کې ډوب شوي دي.

ملګرو ملتونو ويلي چې سږ کال اروپايي هېوادونو ته ٦٤٠ زره ناقانونه کډوال رسېدلي، چې ١٥٠ زره يې افغانان دي. 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال