لښکرګاه (پژواک، ١٠ مرغومى ٩٤): په هلمند ولايت کې د وروستيو جګړو له امله زرګونه بېځایه شوې کورنۍ له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د هلمند د ګډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رييس غلام فاروق نورزي د مرغومي په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې د وروستيو جګړو له امله زرګونه کورنۍ بې ځايه شوې دي.
نورزي د بېځايه شوو کورنیو کره شمېره په ډاکه نه کړه خو ويې ويل چې تر اوسه يې له اتلس سوه بېځايه شوو کورنيو سره د لومړنيو خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې کړې دي.
ده وويل چې د دوى د رياست له لوري دوه زره نورې کورنۍ هم سروې شوې دي او ډېر ژر به ورسره د خېمو، خوراکي او نورو غير خوارکي توکو مرستې وشي.
هغه وايي چې ډېری بېځايه شوي کسان د ګرشک او خانشين ولسواليو اوسېدونکي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره مياشت وسله والو طالبانو خانشين ولسوالۍ ونيوه ، خو تر درېيو ورځو جګړې وروسته امنيتي ځواکونو دغه ولسوالۍ بېرته تر خپلې ولکې لاندې راوسته، خو په ګرشک ولسوالۍ کې اوس هم کله نا کله د ښکېلو لورو تر منځ نښتې کېږي.
نورزي دا هم وويل چې د پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست او سرې مياشتې له لوري هم يو شمېر بې ځايه شوې کورنۍ د مرستو په موخه سروې شوې دي.
دغه راز د هلمند د ولايتي شورا رييس کريم خان اتل پژواک ته وويل چې د وروستيو جګړو له امله د پنځه زرو په شاوخوا کې کورنۍ بېځايه شوې دي.
هغه وايي چې دغه کورنۍ اوسمهال له ګڼو ستونزو سره مخ دي او بايد اړينې مرستې ورسره وشي.
د هغه د معلوماتو له مخې، دغه کورنۍ لښکرګاه ښار او ځينو نورو امنو ولسواليو ته کډوالې شوې دي.
د يادو بېځايه شوو کورنيو له ډلې د مارجې ولسوالۍ اوسېدونکي خليفه سردار پژواک ته وويل چې په سيمه کې جګړه وه نو ځکه لښکرګاه ښار ته راګډه شوى دى.
هغه وايي: ((موږ له دې روان حالت څخه ستړي يو، له یوې خوا ژمی دى هوا سړه ده، له بل پلوه جګړه روانه ده، موږ حيران يو چې څه وکړو.))
دى وايي چې کډوالو ته د کار کولو زمينه نه برابريږي او په مرستو يې هم اړتياوې نه پوره کېږي.
دغه راز د ګرشک ولسوالۍ اوسېدونکي نجيب الله پژواک ته وويل: ((څو ورځې زموږ په کلي کې جکړه وه او دومره وخت نه پيدا کېده چې خلک له کلي ووځي.))
ده وويل چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست له لوري له دوى سره مرسته شوې ده خو وايي چې دغه مرستې ورته بسنه نه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د هلمند په بېلابېلو برخو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې روانې دي او طالبان اوسمهال د دغه ولايت څلور ولسوالۍ په واک کې لري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










