منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۱ غ.و
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په پاکستان کې نیول شوي افغانان افغان مسوولینو ته وسپارل شول

· ۱ دقیقه لوستل · ۷۲ کتنې

کابل (پژواک، ٢٦ مرغومى ٩٤): پاکستان ١٦٠ افغانان چې په خيبر پښتونخوا کې يې د قانوني اسنادو نه لرلو په تور نيولي وو، په تورخم کې افغان مسوولينو ته سپارلي دي.

پاکستاني رسنيو د مرغومي په ٢٦مه خبر ورکړى چې دغه کسان د خيبر پښتونخوا ايالت له بېلابېلو سيمو د قانوني اسناد نه لرلو په تور نيول شوي وو.

سرچينې زياته کړې چې دا کسان پرون په تورخم کې افغان مسوولينو ته وسپارل شول.

د يوه بل خبر له مخې، پاکستاني امنيتي ځواکونو ادعا کړې چې څلور افغانان يې په کراچۍ ښار کې نيولي چې د افغان امنيتي ځواکونو سرتېري دي.

د یاد هېواد رسنيو خبر ورکړى چې دغه څلور افغانان په کراچۍ ښار کې نيول شوي دي.

سرچينه وايي چې نيول شوي کسان امان الله، عزيز، حکمت او عبدالغفار نومېږي، د افغان امنيتي ارګانونو سرتېري دي.

ځايي امنيتي چارواکو ويلي چې دغو کسانو ته يې دوسيې جوړې کړې او د نورو پلټنو لپاره يې محکمې ته سپارلي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په لومړنيو پلټنو کې نيول شوو کسانو ويلي چې د غزني ولايت اوسېدونکي دي او له ډېرې مودې راهيسې په کراچۍ کې مېشت وو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال