خوست ښار ( پژواک، ٢٩ مرغومى ٩٤) : په خوست کې مېشت وزيرستاني کډوال وايي، چې له دوی سره په کېدونکو مرستو کې پراخې درغلۍ کېږي او پر دوی وېشل کېدونکې مرستې يې ستونزې نه شي هوارولی.
سلګونه کډوال له تېرو دريو ورځو راهيسې د دې ولايت د ګربزو ولسوالۍ په ګلان کمپ کې د احتجاج په ډول راټولېږي، په اتڼ او ډول وهلو سره د پوره مرستو غوښتنه کوي.
دغه کډوال وايي، چې له بهر څخه د دوی په نامه په کېدونکو خوراکي او غيرخوراکي مرستو کې درغلۍ کېږي او نيمايي برخه يې هم کډوالو ته نه رسېږي.
د ګلان کمپ اوسېدونکي او د وزيرستاني کډوالو قومي مشر حاجي جانان وزير پژواک اژانس ته وويل، کډوال اړ دي چې د خپلو کورنيو د اړتياوو پوره کولو لپاره د اعتراض له لارې خپل غږ اوچت کړي.
هغه پژواک اژانس ته وويل: ((دا مرستې زموږ دوه ورځې هم نه کېږي. تر اوسه مو په خپلو پيسو اړتياوې پوره کړې دي. غواګانې، وزې او حتی د خپلو ښځو سره او سپين زر مو هم خرڅ کړل.))
د کمپ بل اوسېدونکي سليم خان داوړ بيا له پژواک سره په خبرو کې د مرستو په کموالي د نيوکې ترڅنګ دا هم وويل، نه غواړي چې مرستې د بای مټريک سيستم له لارې ووېشل شي.
هغه زياته کړه، چې پاکستان ته په تګ سره بای مټريک سيستم د دوی لپاره ستونزې جوړې کړي او له پاکستاني پوځيانو سره د وزيرستانيانو په ژر پېژندګلوۍ کې مرسته کوي.
سليم خان وويل: ((بای مټريک سيستم دې ختم کړل شي. موږ ته د منلو نه دی. اوس چې موږ ته اوړه راکوي ۲۵ کيلو ګرامه دي، دا دې ۱۰۰ کيلوګرامه کړل شي. دال دې ۷ کيلوګرامه کړل شي. غوړي دې ۱۰ کيلوګرامه کړل شي.))
يو بل کډوال عمرالدين وزير پژواک اژانس ته وويل، چې زياتره کډوالې کورنۍ د خوراکي توکو د کموالي له امله له ډېرو سختو ستونزو سره مخ دي.
هغه زياته کړه،که د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري ( UNHCR )د کډوالو ددې ستونزې د هواري لپاره کوټلي ګامونه وانه خلي، ښايي له ناورين سره مخ شي.
نوموړي وويل: ((دال، اوړه، چای، غوړي او ډېرو نورو خوراکي توکو ته جدي اړتيا لرو،همدارنګه کمپلو او د پوښاک نورو شيانو ته هم ضرورت لرو.))
د خوست د والي وياند مبارز محمد ځدراڼ پژواک اژانس ته وويل، چې د دوی ستونزې يې مخکې له مخکې څېړلې او ولايتي اداره هڅه کوي چې د مرستندويه سازمانونو پاملرنه ورته راجلب کړي.
هغه زياته کړه: ((د نړۍ د نورو هېوادونو د اوسېدونکو مهاجرتونو له وزيرستاني کډوالو سره پر مرستو منفي اغېز کړی، ځکه چې د نړيوالو مرسته کوونکو پاملرنه په ځانګړي ډول د سوريې کډوالو ته زياته شوې.))
د بای مټريک په اړه مبارزځدراڼ وويل،چې دا سيستم د مرستو په وېش کې د کورنيو ترمنځ انډول ساتي او کډوال ځکه دا سيستم نه غواړي، چې يوه کورنۍ بيا نشي کولی، په مياشت کې څوځله مرسته واخلي.
پژواک اژانس وغوښتل، چې په خوست او يا کابل کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د مسوولينو نظر هم واخلي، خو له هڅو سره يې کوم غبرګون ترلاسه نه شواى کړای.
د يادونې ده، چې په خوست کې شاوخوا ۳۰ زره وزيرستانۍ کډوالې کورنۍ حساب شوې دي، چې شاوخوا ۱۰ زره کورنۍ يې په ګلان کمپ کې په خيمو او له خامو خښتو په جوړو شويو خونو کې ژوند کوي.
پر دې کډوالو ګڼ شمېر نړيوالو سازمانونو او کورنيو خيريه ټولنو خوراکي او غيرخوراکي مرستې وېشلې دي، خو په دې برخه کې تر ټولو ډېره ونډه يو، اېن، اېچ، سي، ار پرغاړه اخيستې او تراوسه دوام لري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










