کابل (پژواک،٦ سلواغه ٩٤ ): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت، کورنۍ شخړې، وزګارتيا، پراخه بې وزلي او وچ کالي تر ډېره هغه لاملونه بللي دي چې د هېواد بېلابېلو برخو کې د څه باندې ٢٥٠ زرو کورنيو د بې ځايه کېدو سبب شوي دي.
دا وزارت د بې ځايه شوو په اړه د هر اړخېزې سروې لپاره د بوديجې نشتون،د بېځايه شوو په پرتله ددې وزارت محدود تشکيلات او د ارتباطي وسايلو کمښت دې وزارت کې شته ننګونې بولي او وايي چې دا موضوع ګانې د کډوالو ستونزو ته د لاسرسي په برخه کې خنډونه دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيدحسين عالمي بلخي د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتووالي عالي کمېسيون په غونډه کې چې د حکومت اجرايي رييس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ جوړه شوې وه، د بې ځايه شوو په اړه يې وروستي معلومات په ډاګه کړل او شمېر يې ٢٥٠ زره کورنۍ چې يو ميليون او دوه سوه پنځوس کسان دي، په ګوته کړل.
هغه په ټينګار سره وويل چې ياد شمېر بې ځايه شوي کسان تر ډېره په لويو ولايتونو لکه: هلمند، هرات، فارياب، ننګرهار او همداراز يو شمېر نور يې په غور، بادغيس، تخار او د هېواد په ځينو نورو شمالي ولايتونو کې شته چې له بې ځايه کېدو څخه وروسته په ناڅرګند وضعيت کې ژوند تېروي او يو شمېر يې خيمو کې ژوند کوي.
بلخي وويل، کوم کسان چې د سروې له لارې د شرايطو وړ بلل شوي دي، د دولت او نړيوالو موسسو له مرستو څخه برخمن شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير د وزارت تشکيل زياتېدو،په ارتباطي وسايلو د وزارت سنبالولو او د بې ځايه شوو لپاره د سمې لاسرسۍ په موخه د بوديجې تخصيص غوښتنه وکړه.
د حکومت اجرايي مشر د کډوالو او راستنېدونکو وزير ته لارښوونه وکړه، څو د وزارت دتشکيلاتو او د نيمګړتياو د حل په موخه کره ،مفصل اوپه څرګندو دلايلو ولاړ راپور وړاندې کړي څو ورته لاسرسى وشي.
په دې غونډه کې په ناامنو سيمو کې د بې ځايه شوو ستونزو ته نه لاسرسى له اساسي ننګونو څخه وګڼل شو او ټينګار وشو چې دا مسله د سره صليب او نړېوالې سرې مياشتې له ادارو سره شريکه شي چې له دې لارې د جګړې په سيمو کې د بې ځايه شوو ستونزو ته پاملرنه وشي.
يادې سرچينې، سربېره چې دا وزارت د ناامنيو له امله نه ده توانېدلى څو د ځينو ولايتونو په يو شمېر ولسواليو کې بې ځايه شوې کورنۍ سروې کړي او د هغوى اړتياوې په ګوته کړي، زياته يې کړه چې يواځې ننګرهار ولايت کې د هغوى سروې ډلې له ٢٣ زرو بې ځايه شوو کورنيو څخه ١٣ زره يې سروې کړي او نورې پاتې دي.
نوموړي وويل :" تر څو چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کورنۍ سروې نه کړي او د هغوى اړتياوې معلومې نه کړي، هېڅ مرستندويه اداره له دوى سره مرستو ته زړه نه ښه کوي."
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وياند اسلام الدين جرئت پژواک ته وويل چې له ٢٣ زرو بې ځايه شوو کورنيو څخه چې د مرستو غوښتنه يې کړې ده، شاوخوا ١٦ زره کورنۍ يې تر پوښښ لاندې راغلې دي؛ خو پاتې نورو ته يې د ناامنيو له امله لاسرسى نه لري.
نوموړي زياته کړه چې بيا به هم له ولايتي شوراګانو سره اړيکه ونيسي ، وزارت سره مرسته وکړي څو نورو مرسته غوښتونکو ته هم لاسرسى وشي.
جرئت وويل د مرستندويه بنسټونو له خوا مرسته شوو توکو کې کمپلې، بوټ ، خوراکي او د سون توکي شامل دي، د سره صليب او افغانۍ سره مياشته ادارې هغه مرستندويه بنسټونه دي چې د طبيعي پېښوو له رامنځ ته کېدو څخه ٤٨ – ٧٢ ساعته وروسته له دې وزارت سره مرستې کوي؛ خو نړيوالې سرې مياشتې تر دې دمه له دې وزارت سره هېڅ راز مرسته نه ده کړې.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










