منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۰۵ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

خوست کې له ځینو کډوال سره مرسته وشوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۴ کتنې

خوست (پژواک، ٨ سلواغه ٩٤): خوست ولايت ته له شمالي وزيرستانه له ګڼو راستنو شوو افغان کورنيو سره د کډوالۍ نړيوال سازمان ( IOM )له لوري د ځينو توکو مرسته وشوه.

په دغه ولايت کې د يادې ادارې يو مسوول عبدالقيوم شرافت د دې مرستې د وېش پر مهال پژواک اژانس ته وويل چې دا کورنۍ له وزيرستانه د پاکستان د پوځي عملياتو له امله راستنې شوې او بې اسناده کډوال دي.

نوموړي وويل، ياد مرسته شوي توکي لومړني او غير خوراکي دي چې مخکې له مخکې د ترسره شوې سروې پر بنسټ پر ۲۰۰ اړمنو کورنيو ووېشل شول.

که څه هم شرافت د يادو توکو د لګښت په اړه څه ونه ويل، خو زياته يې کړه هرې کورنۍ ته د پوښاک او اخلي پخلي ټول اړين وسايل شامل دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل: ((کمپلې، د ګازډبه، لوښي، د اوبو بوشکې، د اوبو ګيلاسونه، ديګونه، بېلابېل ډول صابونونه او نور د اړتيا وړ شيان په کې شامل دي.))

يو راستون شوي کډوال مزرک پژواک اژانس ته وويل چې خوست ته په راستنېدو سره له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي، خو د موسسو په مرسته يې تر ډېره بريده ستونزې هوارې شوې دي.

هغه زياته کړه: ((له مېرانشاه راغلي يو، له موږ سره مرسته کېږي، ګوزاره مو ورباندې کېږي. موږ هيله لرو چې دولت يا موسسې له موږ سره د ستونزو په هواري کې مرسته وکړي.))

يوه بل کډوال محمدګل د يادې مرستې له ترلاسه کولو وروسته له پژواک اژانس سره په خبرو کې له مرستندويه ادارو وغوښتل چې ژمي ته په کتو سره دوی ته پوره پاملرنه وکړي.

نوموړي وويل: ((د ژمي په دې سړه هوا کې ټول اړين وسايل نه لرو، کور کې مو واړه ماشومان دي. کوټې مو ټولې خرابې دي، له موږ سره بايد زياتې مرستې وشي.))

د يادونې ده، د ۲۰۱۴ ميلادي کال له جون مياشتې راهيسې چې خوست ته له شمالي وزيرستانه کډوال راغلي، تر اوسه د مهاجرت نړيوالې ادارې له لوري پر شاوخوا دوه زره راستنو شوو افغان کډوالو کورنيو څو ځلې مرستې وېشل شوې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال