کابل (پژواک، ٢٨ سلواغه ٩٤): اروپا ته د تلونکو افغان پناه غوښتونکو د ستونزو د هواري لپاره د افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ رسمي مذاکرات ترسره کېږي او په دې برخه کې دواړه لوري يوه هوکړه کوي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې اړه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي او په کابل کې د اروپايي ټولنې سفير فرانز ميشل ميليبند ترمنځ تېره ورځ په کابل کې خبرې وشوې.
سرچينه کاږي، په دې ناسته کې دواړو لورو اروپا ته د تلونکو افغان پناه غوښتونکو د ستونزو د هواري په اړه د افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ د رسمي مذاکراتو د پيل او په دې برخه کې د تخنيکي ټېم د کار پر څرنګوالي خبرې وکړې.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير ويلي، د دغه وزارت د مالي او اداري مرستيال عبدالولي حکمي په مشرۍ او د بهرنيو، کورنيو، کار او ټولنيزو چارو وزارتونو په ګډون يو تخنيکي ټيم په کار پيل کړی، ترڅو اروپا ته د تلونکو افغان پناه غوښتونکو د ستونزو د هواري په برخه کې د دواړو لورو ترمنځ رسمي مذاکراتو او يوه تفاهم ته لاره هواره کړي.
ده زياته کړه، تخنيکي ټېم به هڅه وکړي د روان کال د اپرېل له مياشتې وړاندې خپل کار پای ته ورسوي او وروسته به د دواړو لورو تر منځ په لوړه کچه رسمي مذاکرات پيل شي.
د هغه په وينا، افغان حکومت ژمن دی له اروپايي ټولنې سره د افغان پناه غوښتونکو په تړاو د بروکسل له ناستې وړاندې چې په راتلونکي اکتوبر مياشت کې جوړېږي، يوې پايلې او تفاهم ته ورسېږي.
دى وايي: "موږ به په پوره چمتووالي او مشخصې اجنډا سره د بروکسل په ناسته کې ګډون وکړو."
عالمي بلخي په دې ناسته کې په ګاونډيو هېوادونو کې د افغان کډوالو ستونزو ته په اشارې سره ويلي، په ايران او پاکستان کې يو شمېر افغان کډوال د ستونزو له امله، دې ته اړ کېږي چې له دغو هېوادونو څخه اروپايي هېوادونو ته مخه کړي.
نوموړى زياتوي، په يادو هېوادونو کې د افغان کډوالو ستونزو ته لاسرسى په غير قانوني ډول اروپا ته د دوى د تګ مخه نيولى شي؛ افغان حکومت چمتو دی چې په دې برخه له ايران، پاکستان او د کډوالو له تزانزيت هېوادونو سره د اروپايي ټولنې په ګډون يو ګډ تفاهم وکړي.
د اروپايي ټولنې سفير فرانز مېشل ميليبند د افغان حکومت له لوري د تخنيکي ټيم د کار پيل يو مهم ګام و باله او ټينګار يې وکړ، چې اروپا ته د تلونکو افغان پناه غوښتونو ستونزه بايد په ګډه مديريت شي.
ده وويل، د اروپايي ټولنې تخنيکي ټېم به د افغان حکومت له تخنيکي ټېم سره د افغان پناه غوښتونکو د ستونزو په اړه د يوه ګډ تفاهم په برخه کې کار وکړي، تر څو د افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ رسمي مذاکراتو ته لاره هواره شي او يوې هوکړې ته ورسېږي.
نوموړي هيله وښوده چې په دې برخه کې رسمي مذاکرات بايد د بروکسل له ناستې مخکې پيل شي، ترڅو له يوې مشخصې اجنډا سره په دغې ناسته کې ګډون ولرو.
د هغه په خبره، اروپايي ټولنه حاضره ده چې هغه افغان پناه غوښتونکو سره، چې په خپله خوښه هېواد ته راستنېږي، مرسته وکړي.
نوموړي ايران ته د خپل سفر په اړه اشاره وکړه او څرګنده يې کړه، له ايراني چارواکو سره يې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه خبرې وکړې او په دې برخه کې چمتو دي چې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د چارواکو د معلوماتو له مخې، په تېر (٢٠١٥) کال کې کابو ٢٥٠زرو افغانانو د نړۍ په ٤٤ هېوادونو په ځانګړي ډول المان کې (کابو ١٥٠زره تنو) د پناه غوښتنه کړې ده.
سرچينه زياتوي، په دې موده کې اروپايي هېوادونو ته له بېلابېلو هېوادونو څخه د افغانانو په ګډون د شاوخوا يو ميليون پناه غوښتونکو د رسېدلو خبر ورکړل شوى، خو د يونان – ترکيې ترمنځ بحر کې څلور زرو تنو ژوند له لاسه ورکړى، چې ٢٠ سلنه يې افغانان دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










