کابل (پژواک ١٦ کب ٩٤): نن په کابل کې د افغانستان د کارکوونکو ملي ټولنې له لوري له هېواده بهر ته د ځوانانو له تلو څخه د مخنيوي په اړه د پوهاوي کمپاين پيل شو.
دغه کمپاين چې د افغانستان د کارکوونکو ملي ټولنې له لوري د يوې اونۍ لپاره پيل شوى، د ښار په کچه د "په خپل هېواد کې پاتې شئ" او "حکومت ځواب ورکولو ته اړ کړئ" تر سرليک لاندې شعارونه خپروي.
د افغانستان د کارکوونکو ملي ټولنې (امکا) مشر معروف قادري د دې مراسمو د پيلولو په ترڅ کې وويل، روانو ناامنيو ته په پام سره ډېرى نور عوامل د دې سبب شوي، څو افغان ځوانان له هېواد څخه بهر تېښتې ته اړ شي.
د هغه په وينا، سازمان شوې جګړې، پرمخ پر ځوړ او ګډوډ اقتصاد، بېوزلي، د بې روزګارۍ کچې لوړېدل، د يوه کس کلني عايد، د دولتي ارګانونو د استخدام لړۍ کې پراخه فساد او تبعيض له هېواد څخه د تحصيل کړيو ځوانانو او د کار ځواک د تېښتې لامل شوي دي.
قادري د دې خبرې په څرګندولو سره چې دا ډول وضعيت ډېر د اندېښنې وړ دى، وويل چې دغو اندېښنو ته په پام سره افغان حکومت اړ دى، څو ځوانانو ته د ښه کار زمينه برابره کړي.
د افغانستان کارکوونکو د ملي ټولنې مشر زياته کړه، د هېوادوالو په ځانګړي ډول د ځوانانو په پراخه کچه کډوالۍ ته په پام سره، ياد بنسټ تصميم نيولى چې په هېواد کې د ځوانانو د شتون او فعاليت د اهميت په اړه د پوهاوي د ورکړې کمپاين پيل کړي.
معروف قادري څرګنده کړه، دوى هوډ لري چې دغه د پوهاوي د ورکړې پروګرام د پيغام خپرولو او له خلکو سره د خبرو اترو له لارې عملي کړي او خلک دې ته وهڅوي، چې په خپل هېواد کې پاتې شي او حکومت دې ته اړ کړي چې د خلکو غوښتنو ته ځواب ووايي.
دغه پروګرام په داسې حال کې په پام کې نيول شوى، چې د هېواد د کډوالۍ چارو وزير د سلواغې مياشتې په وروستيو کې اعلان کړى، چې په وروستي يوه کال کې شاوخوا ٢٥٠زره هېوادوال بهرنيو هېوادونو په ځانګړي ډول اروپا ته کډوال شوي دي.
نوموړي د يادې لړۍ له دوام څخه د اندېښنې په څرګندولو سره ويلي، ځينې اروپايي هېوادونه په پام کې لري څو هغه يو شمېر کډوال چې د پناه غوښتنه يې رد شوې، بېرته افغانستان ته راوګرځوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










