کابل (پژواک ١٨ ورى ٩٥): کابل کې د هېواد له بېلابېلو سيمو څخه شاوخوا دوه سوه بېځايه شوو کسانو، دوى ته د ژوند د اسانتياو د نه برابرولو په اعتراض کې لاريون وکړ او له حکومته يې وغوښتل چې د دوى ستونزو ته بايد لاسرسى وکړي.
دغه کډوال د کابل د قنبر په څلورلارې، شينې، ګمرک، د کارته نو تپې، احمدشاه بابا مېنې (ارزان قيمت)، کمپنۍ، دويم او درېيم پروان، د هوايي ډګر په قصبې د خيرخانې مېنې پنځه سوه فامليو تپې تر شا او د بګراميو په ولسوالۍ کې په ٥٢ کمپونو کې ژوند کوي.
يادو معترضينو نن د کابل د حضوري چمن په اړونده سيمه کې د ملي يووالي حکومت له مشرانو وغوښتل، چې له دوى سره د هستوګنيزو نومرو د وېش، د شغل رامنځته کولو او نورو امکاناتو په برخو کې پر خپل کړو ژمنو عمل وکړي.
کابل ښار کې له ناامنو ولايتونو څخه د بېځايه شوو کډوالو مشر محمد داوود کريمي، چې په دغه لاريون کې ګډون درلود، پژواک خبري اژانس ته وويل، له اتو کلونو زياته موده کېږي چې دغه کډوال د کابل ولايت په بېلابېلو برخو کې په ډېرو سختو شرايطو کې ژوند کوي، خو حکومت د دوى وضعيت ته تر اوسه پورې هېڅ پاملرنه نه ده کړې.
هغه زياته کړه: "کډوال له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي، ټول يې په خېمو کې ژوند کوي، دوى روغتيايي مرکز، د ماشومانو لپاره ښوونځي او پاکې اوبه نه لري او له دې برخې له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي."
د هغه په وينا، د تېرو ورځو په دوامداره بارانونو کې د دوى لسګونه خېمې پر ځمکه راغورځېدلې او د هوا د يخوالي له امله يې يو شمېر ماشومان ناروغان شوي، چې تر اوسه پورې په روغتونونو کې بستر دي.
نوموړي زياته کړه، يادو ټولو کډوالو د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ونډه واخيسته او اشرف غني او عبدالله ته يې رايه ورکړه، خو نن دوى خپلې ژمنې هېرې کړې او د بېځايه شوو کورنيو ورسره هېڅ غم نشته.
د هلمند ولايت يوه بېځايه شوي احمد ګل چې اوسمهال په کمپنۍ کې ژوند کوي، د ښوونځي له نه شتون او ښوونې ته د خپلو بچيانو د نه لاسرسي په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
هغه زياته کړه، دولت دې يا دوى ته خپلو ولايتونو ته د بيا ستنېدو زمينه برابره کړي او يا هم په کابل کې د ښوونې او روزنې زمينه ورته برابره کړي، څو بچيان يې په راتلونکي کې نالوستې پاتې نه شي.
له کندهار څخه يوه بل بېځايه شوي کس عبدالرحمن چې د قنبر په څلورلارې کې د خېمو لاندې ژوند کوي، پژواک ته وويل: "دولت بايد موږ ته ځمکې ووېشې، څو کورونه په کې جوړ کړو او له دغو ستونزو خلاص شو."
د هغه په وينا، د تېرو دوو ورځو سختو بارانونو له امله يې د خېمې شاوخوا ټول دېوالونه ونړېدل او ډېرى کورونه له اوبو ډک شول.
نوموړي زياته کړه، خپلې ستونزې يې څو ځلې له حکومتي چارواکو سره شريکې کړې، خو د دوى د ستونزو د حل په موخه تر اوسه چا ګام نه دى پورته کړى.
د کډوالو چارو وزارت وايي، د هېواد په کچه د بېځايه شوو کډوالو شمېر له ٧٠ زره زياتو کورنيو ته رسيږي، چې ډېرى يې په کابل، ننګرهار، بلخ، هرات او هلمند ولايتونو کې ژوند کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










