کابل (پژواک ١٨ ورى ٩٥): افغانستان د هغو هېوادونو ساتونکو ته، چې په زوره د افغان کډوالو ايستلو په هڅه کې دي، ويزه او کومې چارټر الوتنې ته چې افغان کډوال په کې سپاره وي، د هېواد په ډګرونو کې د ناستې اجازه نه ورکوي.
دغه مطلب نن د هېواد د بهرنيو چارو و زير صلاح الدين رباني، د ولسي جرګې په عمومي ناسته کې څرګند کړ.
د افغانستان د کډوالو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د تېر زېږديز کال تر پايه پورې ٢٥٠زره افغانانو په اروپايي هېوادونو کې د پناه غوښتنه کړې ده، چې د دې امکان شته چې له دې ډلې يې څلوېښت سلنه ونه منل شي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير له افغان کډوالو سره د اروپايي هېوادونو د ښه چلند د ټينګار ترڅنګ وويل: "موږ له ټولو اروپايي هېوادونو وغوښتل چې د بې سرپرسته ښځو، معلولينو، د هغو کسانو چې سيمې يې ناامنه دي او يا هم هغه شمېر افغانانو چې د کورنۍ غړي يې منل شوي، له ايستلو ډډه وکړي."
هغه زياته کړه چې له المان او اروپايي ټولنې سره پر هوکړه ليک کار روان دى، څو پر بنسټ يې افغان کډوال په جبري ډول له هېوادونو ونه ايستل شي.
رباني وويل، په المان کې د افغانستان سفارت ته ١٧٠٠ افغانانو مراجعه کړې او بېرته يې هېواد ته په داوطلبانه توګه د راستنېدو غوښتنه کړې ده.
رباني دغه راز په نننۍ ناسته کې وويل، د بهرني سياست اصول تدوين شوي او په نږدې راتلونکي کې به ملي شورا ته ولېږل شي.
نوموړي په دې اړه نور جزئيات وړاندې نه کړل.
د ويلو ده چې يو شمېر هغو افغانانو چې له سختو قاچاقي لارو يې اروپا ته د تګ هوډ کړى و، په اوبو کې ژوند له لاسه ورکړى دى.
د بهرنيو چارو وزير په نننۍ ناسته کې د جزئياتو له وړاندې کولو پرته وويل، دغه وزارت د هغو ١٢٤ هېوادوالو مړي چې د لارې په اوږدو کې يې ژوند له لاسه ورکړى و، هېواد ته رالېږدولي دي.
د يادولو ده چې څو ورځې وړاندې د ولسي جرګې يو شمېر غړو، ولسي جرګې ته د رباني د نه حاضرېدو پر مهال پرېکړه کړې وه، چې رباني استيضاح کړي، خو د وزير د استيضاح لپاره د شل سلنه لاسليکونو راټولولو شرط تر اوسه پورې نه دى پوره شوى.
د کډوالو چارو وزير سيدحسين عالمي بلخي هم نن ولسي جرګې ته وربلل شوى و.
بلخي وويل، اروپايي هېوادونو هوډ درلود چې ٤٠ سلنه هېواد په زور له خپلو هېوادونو وباسي، خو د دغه وزارت له هڅو سره ترې مخنيوى شوى دى.
بلخي وويل، د کډوالو چارو وزارت په زور د افغانانو له رايستلو څخه د مخنيوي په موخه، د اروپايي ټولنې او اروپايي هېوادونو سره شاوخوا ٥٠ اغېزناکې ناستې ترسره کړې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










