کابل (پژواک، ٢ غويى ٩٥): د نګرش نوسازمان، د اروپايي هېوادونو له خوا له افغان پناه غوښتونکوسره د تبعيضي چلند په تړاو له ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې څخه غوښتنه وکړه څو د داسې چلندونو مخنيوى وکړي.
د نګرش نو سازمان مشر عبدالقيوم نادري نن په کابل کې د يوې خبري غونډې په جريان کې افغان پناه غوښتونکو ته د ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې د وضعيت په اړه د نيوکې تر څنګ وويل: "افغان پناه غوښتونکي بايد بېرته را و نه ګرځول شي او بايد له هغوى سره تبعيضي چلند هم و نه شي."
نوموړي زياته کړه: "له افغان پناه غوښتونکو سره دوه ګونى چلند د بشري حقونو او اروپايي ټولنې له ارزښتونو سره په ټکر کې دي او بايد مخنيوى يې وشي. د نړۍ ټول هېوادونه اړ دي چې د ملي او نړيوالو معيارونو او اصولو له مخې د ژوند مناسب چاپېريال د انساني عزت او پت خوندي کولو زمينه ورته برابره کړي."
نادري وويل چې د نګرش نو ټولنيز سازمان د اروپايي ټولنې له هېوادونو غواړي څو له افغان کډوالو سره له زغم نه کار واخلي او د افغان، سوري او عراقي پناه غوښتونکو په منځ کې تبعيضي چلند و نه کړي.
يو شمېر نړيوالو رسنيو راپور ورکړى چې دمګړۍ زرګونه افغانان په شمالي او لوېديځې اروپا کې د پناه اخيستو په نيت ترکيه او يونان کې بې برخليک حالت کې ژوند کوي او هغوى ته د سفر اجازه نه ورکول کېږي.
د نګرش نو سازمان غړې نجيبې نجوا وويل چې د پناه غوښتونکو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د ملګرو ملتونو د بښنې سازمان، پر بشري حقونو د څار کمېسيون او د اروپايې ټولنې د بشرحقونو له کمېسيون څخه غواړي چې پر اروپايي ټولنې فشار راوړي څو له افغان پناه غوښتوونکو سره تبعيضي چلند ونه کړي.
نوموړي وويل چې د پناه غوښتونکو ستونزو ته د لاسرسی تر څنګ د هغوى پناه اخيستنې ته دې هم لاسرسى وشي.
د دې خبري غونډې په پاى کې د نګرش نو سازمان يو پرېکړه ليک هم خپور کړ چې په کې له حکومت څخه غوښتنه شوې ده څو له هېواد څخه د ځوانانو له تېښتې نه د مخنيوي په خاطر، هغوى ته د کور دننه کاري موکې رامنځته کړي او د هېواد د امنيتي وضعيت ښه کېدو لپاره جدي هلې ځلې وکړي.
دا اندېښنې په داسې حال کې څرګندېږي چې د کډوالو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخې ويلي چې دا مهال شاوخوا يو ميليون داخلي بېځايه شوي کسان شتون لري او د دې تر څنګ په تېر يو کال کې شاوخوا ٢٥٠ زره افغانان د اقتصادي ستونزو او نا امنيو له کبله بېلابېلو اروپايي هېوادونو ته تللي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










