منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۵۶ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د پکتیا خلکو د اباسین قاتلینو ته د اعدام سزا وغوښته

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۸۲ کتنې

کابل (پژواک، ۱٤غويى ۹۵):د پکتيا ولايت اوسېدونکي د يو لاريون په ترڅ کې د اباسين قاتلينو ته د اعدام غوښتنه وکړه او ويې ويل که دغه کسانو ته سزا ورنه کړل نو د خلکو او دولت تر منځ به واټن نور هم زيات شي.

د اباسين په نوم ١٤ کلن ماشوم څه باندې درې مياشتې وړاندې د کابل ښار له رحمان مېنې وتښتول شو.

تښتوونکو د دغه ماشوم يوه ګوته پرې کړه او له زياتو شکنجو وروسته يې وواژه.

ويل کېږي چې تښتوونکو د دغه ماشوم د خوشي کولو په بدل کې پيسې غوښتې وې.

د خبرونو له مخې، د دغه ماشوم مړى څلور ورځې وړاندې د کابل په خاکجبار ولسوالۍ کې وموندل شو او د کابل پوليسو د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د اباسين د تښتونې او وژنې په تور يې تر لسو ډېر کسان په کابل او پکتيا کې نيولي دي.

دغه عمل د خلکو سخت غبرګونونه راپارولي دي.

د هېواد د يو شمېر نورو ولايتونو په څېر په پکتيا ولايت کې هم اباسين ځاځي ته د عدالت غوښتنې په موخه نن لاريون وشو.

په دغه لاريون کې د مدني ټولنو او ولايتي شورا غړو، ديني عالمانو او د پکتيا ګڼ شمېر اوسېدونکو برخه اخيستې وه.

لاريون کوونکو له ولسمشر او عدلي او قضايي ارګانونو څخه غوښتنه کوله چې د نوموړي ماشوم قاتلينو ته دې د اعدام سزا ورکړل شي.

د پکتيا ولايتي شورا غړي تاج محمد منګل وويل: ((موږ له رييس جمهور او قضايي ارګانونو څخه غوښتنه کوو چې  د اباسين قاتلينو ته دې د اعدام سزا ورکړي.))

ده وويل که دغه ډول کسانو ته پخوا سزا ورکړل شوې واى نو اوس به د اباسين د وژنې قضيه نه رامنځته کېده.

په پکتيا کې ديني عالم قاري خواجه الدین وويل: ((د ټولو ولسونو غوښتنه همدا ده چې د دې بې ګناه ماشوم قاتلينو ته چې اوس مهال نيول شوي دي، د اعدام سزا ورکړل شي.))

نوموړي وويل که چېرې دولت دغه کار ترسره نه کړ نو د خلکو او دولت تر منځ به واټن نور هم زيات شي.

دغه راز يو بل لاريون کوونکي محمديوسف پژواک ته وويل چې حکومت بايد ډېر ژر د اباسين قاتلينو ته سخته سزا ورکړي.

ده وويل: ((که حکومت غواړي په هېواد کې امنيت ټينګ شي او د دغه ډول پېښو مخه ونيول شوي نو ډېر ژر دې د اباسن قاتلين اعدام کړي.))

د هغه په اند که مجرمينو ته سزا ورنه کړل شي کله به هم افغانستان کې امنيت ټينګښت ونه مومي او ستونزې په همداسې ورځ تر بلې ډېريږي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم خلکو د غونډو او لاريونونو له لارې د اباسين تښتوونکو او وژونکو ته د سختې سزا غوښتنه کړې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه