کابل (پژواک، ١٠ غبرګولى ٩٥): افغانستان له پاکستانه غوښتي چې په دغه هېواد کې د راجستر شوو افغان کډوالو د اوسېدو موده دې وغځوي.
ټاکل شوې ده چې راتلونکې مياشت (د ٢٠١٦ کال د جون مياشتې په ٣٠مه) په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د اوسېدلو نېټه پاى ته ورسېږي.
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفيظ محمد مياخېل د غبرګولي په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا نېټه تېر کال پاى ته رسېدلې وه، خو پاکستان بيا د شپږو مياشتو لپاره وغځوله.
هغه زياته کړه چې د کډوالو چارو وزير سيد عالمي بلخي چې تېره مياشت پاکستان ته په رسمي سفر تللى و، له دغه هېواد څخه يې غوښتي وو چې دا موده دې د هغو افغان کډوالو لپاره چې راجستر دي او کارتونه لري، دوو نورو کلونو لپاره وغځوي.
دى وايي چې په پاکستان کې له يادو کډوالو پرته څه د پاسه يو ميليون نور افغان کډوال غير راجستر دي او له پاکستان څخه يې غوښتي چې د هغوى د راجستر کولو پروسه هم پيل کړي.
مياخېل وايي چې د پاکستان پلاوي ورته ويلي چې دا موضوع به د دغه هېواد د کابينې تر منظورۍ وروسته څېړل کېږي.
ده زياته کړه: ((کابل او اسلام اباد د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ سره په ګډه پر دې توافق کړى چې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د اوسېدو موده به غځول کېږي.))
بلخوا پاکستاني رسنيو د دغه هېواد د د کډوالو چارو د وزیر او نورو چارواکو په حواله خبر ورکړى چې افغانستان د څلورو کلونو لپاره د کډوالو د اوسېدلو د مودې د غځولو غوښتنه کړې ده.
سرچينې زياته کړې چې په پاکستان کې شاوخوا يو نيم ميليون راجستر شوي افغانان مېشت دي او کابل غوښتنه کړې چې د دوى د اوسېدو نېټه دې ٢٠٢٠ کاله پورې وغځول شي.
پاکستانيو چارو ويلي، چې حکومت يى د افغان حکومت د غوښتنې په اړه کومه پرېکړه نه ده کړې.
سرچينې زياته کړې، که چېرې کابينې د کډوالو د اوسېدو د مودې د غځولو پرېکړه ونه کړه، نو د پاکستان لومړى وزير نوازشريف د پخوا په يو څېر د خپلو واکونو له امله دا موده د شپږو مياشتو پورې نوره هم غځولى شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










