منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۰۱ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

پاکستانيو پوليسو ٣٤٠ افغانان نيولي

· ۱ دقیقه لوستل · ۸۸ کتنې

کابل (پژواک، ٣٠ غبرګولى ٩٥): پاکستانيو پوليسو په تېرو درېيو ورځو کې ٣٤٠ افغان کډوال نيولي دي.

د جيو په نامه پاکستانۍ رسنۍ د غبرګولي په ٣٠مه، د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت د پوليسو ديوه مشر عباس  مجيد په حواله خبر ورکړى چې په تېرو درېيو ورځو کې يې ٣٤٠ افغان کډوال نيولي دي.

هغه زياته کړې چې دا کډوال يې د پېښور ښار له بېلا بېلو سيمو څخه د چاڼيزو عملياتو پر مهال نيولي چې په دغه هېواد کې يې د اوسېدو قانوني اسناد نه درلودل.

د نوموړي په وينا چې په پېښور ښار کې به د ناقانونه مېشتو بهرنيو وګړو پر ضد خپلو عملياتو ته ادامه ورکړي.
دا افغانان وروسته له هغه د پوليسو له خوا نيول شوي چې تېره اوونۍ د ډيورنډ پر فرضي کرښې تورخم کې د افغان او پاکستانيو ځواکونو ترمنځ ددروازې درولو پر موضوع نښتې وشوې، چې له امله يې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

په پېښور کې د عزيز الله په نامه مېشت يو تن افغان کډوال پژواک ته وويل چې د تورخم تر پېښې وروسته د پاکستانيو پوليسو چلند له افغان کډوالو سره خراب شوى او بې ځايه افغان کډوال ځورول کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال