منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۰۰ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ملګرو ملتونو په ټوله نړۍ کې له افغان کډوالو ملاتړ اعلان کړ

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۹ کتنې

کابل (پژواک،٣١غبرګولى ٩٥): د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمیشنر په ټوله نړۍ کې له افغان کډوالو څخه د دې سازمان ملاتړ اعلان کړ او هغوی ته يې پر وخت د مرستو رسولو په هکله ولسمشر غني ته ډاډ ورکړ.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر په کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمیشنر فیلیپو ګراندي سره، نن په ارګ کې وکتل او له ده څخه يې مننه وکړه، چې د کډوالو په نړیواله ورځ یې افغانستان ته سفر وکړ او دا ورځ یې ونمانځله.

ده د کډوالو د ستونزو په هواري ټينګار وکړ او زياته يې کړه، په ټوله نړۍ خصوصاً پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو له حقونو څخه باید ملاتړ وشي.

هغه څرګنده کړه، کډوالي نړیواله ستونزه ده او هېوادونه باید په ګډه او هر اړخیزه توګه د هغې د حل په موخه مشخصه برنامه او پلان ولري.

دى وايي، په کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمیشنري د دې ستونزې د حل لپاره مناسبې لارې لټولی شي.

اشرف غني له دې امله د ګراندي او د هغه د همکارانو قدرداني وکړه، چې په حساسو شرایطو کې د کډوالو په ځانګړي ډول د افغان کډوالو د وضعیت د ښه والي لپاره هلې ځلې کوي.

د خبرپاڼې په حواله، فیلیپو ګراندي یو ځل بیا په ټوله نړۍ کې له افغان کډوالو څخه د ملګرو ملتونو سازمان د عالي کميشنري  ملاتړ اعلان کړ او هغوی ته پر وخت د مرستو رسولو په هکله یې ولسمشر ته ډاډ ورکړ.

نوموړي له ولسمشر څخه د افغان کډوالو ستونزو حل ته د پاملرنې له امله مننه وکړه او ويې ویل، دا سازمان له افغانستان سره خپلو مرستو او همکاریو ته ادامه ورکوي او د کډوالو د حقونو ملاتړ کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال