منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۹ غ.م
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په پېښور کې ١٢٠٠ افغانان نيول شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۲ کتنې

کابل (پژواک، ٣ چنګاښ ٩٥): پاکستاني پوليسو په تېرو دوو اونيو کې د پېښور ښار په بېلابېلو سيمو کې ١٢٠٠ افغانان نيولي دي.

پاکستاني رسنيو د چنګاښ په ٣مه د ځايي پوليس چارواکو په حواله خبر ورکړى چې ياد کسان د غير قانوني اوسېدو او ا سناد نه لرلو په تور نيول شوي دي.

د پېښور ښار د پوليسو عملياتي قوماندان عباس مجيد مروت ويلي، امنيتي ځواکونو ته يې سپارښتنه کړې چې د هغو افغانانو له ځورولو دې ډډه  وکړي چې له ځان سره قانوني اسناد او د کډوالو ځانګړى کارت ولري.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، اوس هم په پاکستان کې شاوخوا يو نيم ميليونه راجستر شوي او يو ميليون غير راجستر افغانان مېشت دي.

په پاکستان کې وروسته له هغه د غير قانوني مېشت افغانانو پر ضد عمليات پيل شول چې دوه کاله مخکې د پېښور پر يوه ښوونځي ډله ييز بريد وشو چې په ترڅ کې يې تر ٣٠٠ زياتو زده کوونکو ته مرګ ژوبله واښته.

د پېښور ښار د پوليسو عملياتي قوماندان عباس مجيد مروت زياته کړې، د دوى د معلوماتو له مخې يو شمېر افغان کډوال ځايي جعلي اسناد جوړ کړي او دوى هڅه کوي چې دغه خلک پيدا او د قانون منګلو ته يې وسپاري.

د يادونې ده، دوه ورځې مخکې پاکستان شاوخوا ٢٤٠ افغانان چې په غير قانوني توګه په دغه هېواد کې اوسېدل افغانستان ته سپارلي وو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال