منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۰۲ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کوټ شاوخوا ۵۰۰ کورنۍ بېځایه شوې دي

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۱ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۷ چنګاښ ۹۵): د ننګرهار د کډوالو چارو رياست وايي چې د کوټ ولسوالۍ د جګړې له امله شاوخوا ۵۰۰ کورنۍ بېځايه شوې دي.

د تېرې جمعې په شپه سلګونه داعش وسله والو د کوټ ولسوالۍ پر څو سيمو ډله ييز بريدونه پيل کړل، يو شمېر کلي يې ونيول چې د بېرته نيولو په غبرګون يې حکومت پوځي عمليات پيل کړي دي.

روانه اوونۍ چارواکو اعلان وکړ چې داعش په کوټ کې د بريدونو پر مهال د يو شمېر ملکي خلکو کورونه سوځولي او يو شمېر ځايي اوسېدونکي يې وژلي دي.

د ننګرهار د کډوالو چارو رييس غلام حيدري فقيري د چنګاښ په ۷مه پژواک خبري اژانس ته وويل، په کوټ کې د وروستيو جګړو له امله شاوخوا ۵۰۰ کورنۍ بېځايه شوې دي.

فقيري وايي: ((د لومړنيو معلوماتو له مخې، د کوټ د جګړې له امله شاوخوا ۵۰۰ کورنۍ بې ځايه شوې، موږ د دې کورنيو له ډلې ۱۰۰ کورنيو ته لومړني توکو مرستې رسولې دي.))

د کډوالو چارو رييس وايي، يادې کورنۍ د جلال اباد ښار د ثمرخېلو، بهسودو، کابل اډې او سره رود ولسوالۍ ته را بېځايه شوې دي.

د ده په خبره، ادارې يې د بې ځايه شوو کورنيو سروې پيل کړې، ډېر ژره به يې د کره شمېر په اړه معلومات له رسنيو سره شريک کړي او بېځايه شوو ته به مرستې ورسوي.

د کوټ ولسوالۍ د سيدخېلو سيمې اوسېدونکي صمد په سيمه کې پژواک اژانس: ((تاسو ګورئ ما خپله کډه بار کړې او غواړم د ثمرخېلو سيمې ته يې انتقال کړم، دلته جګړه ده.))

د نوموړي په وينا، له تېرو څو ورځو راهيسې د جګړو له امله سلګونه کورنۍ بېځايه شوې دي.

د سيمې یوه بل اوسېدونکي وکيل پژواک ته وويل: ((د جنجال غونډۍ، سې پای او سيدخېلو له سيمو ډېری کورنۍ بې ځايه شوې، څاروي او د کور کالي ترې پاتې شوي دي.))

د وکيل په ټکو: ((که حکومت خپل پيل کړي عمليات جدي نه کړي، ښايي ډېرې نورې کورنۍ له خپلو سيمو بې ځايه شي.))

د ننګرهار د ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمری وايي، د کوټ د جګړې له امله ښايي يو شمېر کورنۍ بې ځايه شوې وي خو دوی ته يې دقيق ارقام نه دي معلوم.

زمری وايي: ((ښايي د جګړې له امله ځينې کورنۍ بې ځايه شوې وي، خو دا يادونه اړينه بولم چې زموږ سرتېرو په کوټ کې د داعش تر نفوذ لاندې سيمې محاصره کړې او ژر به يې ترې ونيسي.))

د ده په خبره، که رښتيا هم ځينې کورنۍ له کوټه بې ځايه شوې وي؛ نو د حکومت مسووليت دی چې مرستې ور ورسوي.

بلخوا د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک ته وويل: ((د ننګرهار والي له اړوند حکومتي او مرسته کوونکو بهرنيو ادارو سره په دې تړاو ناسته کړې څو د بېځايه شوو شمېر معلوم او مرستې ور ورسوي.))

د والي وياند زياتوي چې نن يو شمېر کورنيو ته د لومړنيو توکو مرستې رسېدلې دي او د پاتې نورو سروې پيل شوې ده.

د ده په وينا: ((په کوټ کې د يو شمېر هغو کسانو کورونه بېرته رغول کېږي چې د داعشيانو له لوري سوځول شوي وي، همدا شان له زيانمو سره به مرستې هم وشي.))

خوږياڼی وايي، په کوټ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پيل کړي عمليات ګړندي روان دي او د ده په ټکو ځينې سيمې له داعشيانو بېرته نيول شوي دي.

داعش وسله والو تر اوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال