منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۱ غ.و
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

پاکستان د افغان کډوالو د اوسېدلو موده وغځوله

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۵ کتنې

کابل (پژواک، ٩ چنګاښ ٩٥): پاکستان په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو د اوسېدلو موده د نامعلوم وخت لپاره وغځوله.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفير او د ولسمشر ځانګړي استازي ډاکټر عمر زاخېلوال ويلي، چې دغه پرېکړه د پاکستان لومړي وزير نواز شريف کړې ده.

هغه زياته کړې چې دا موده سبا ( د جون په ٣٠مه) پاى ته رسېده، خو په لندن کې مېشت د پاکستان لومړي وزير چې ددرملنې لپاره هلته تللى، خپلو اړوندو چارواکو ته لارښوونه کړې، چې دا موده د یو څه وخت  لپاره وغځوي.

زاخېلوال وايي ، په دې موده کې به دا چانس پيدا شي چې د کډوالو د بېرته ستنېدو په اړه دواړه هېوادونه او نړيوالو ترمنځ اساسي خبرې او پرېکړې وشي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ د معلوماتو له مخې، اوس مهال په پاکستان کې يو نيم ميليون راجستر شوي او يو ميليون غير راجستر افغان کډوال مېشت دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ستنېدلو پروسې تېزولو په موخه دوى سره مرسته کېدونکې پيسې دوه برابره زياتې کړې دي.

يادې ادارې ويلي چې له دې وروسته بېرته ستنېدونکو افغان کډوالو ته د ٢٠٠ ډالر پر ځاى به ٤٠٠ ډالر ورکول کېږي.

له بلې خوا ‌‌‌‌‌‌ډاکټر زاخېلوال نن تر غرمې وروسته د پاکستان له مالیې وزیر محمد اسحق دار او د بهرنیو چارو له سلاکار سرتاج عزیز سره جلا جلا کتلي دي.

زاخېلوال ويلي، په دې ليدنو کې د پوليسو له لوري د افغان کډوالو د ځورونې له ډېرښت سربېره په ګڼو نورو دوه اړخيزو موضوعاتو خبرې وشوې.

د هغه په وينا، له مالیې وزیر سره د سوداګرۍ او ترانزيت په اړه خبرې وشوې چې هند ته د واګۍ له لارې تر عطاري پورې د افغان توکو په لېږد کې غوره اسانتياوې رامنځ ته شي، چې په دې برخه کې نوموړي د همکارۍ ژمنه وکړه.

ده زياته کړې، له سرتاج عزيز سره په تاشکند کی د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو د پرېکړو په تعقیب خبرې وشوې، ترڅو د دوه اړخیزه موضوعاتو د حل لپاره توافق شوی ميکانیزم او اجنډا عملي بڼه خپله کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال