مزارشريف (پژواک،١٢چنګاښ ۹۵): د فارياب ولايت د دولت اباد ولسوالۍ ځينې اوسېدونکي وايي چې د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال دوستم په مشرۍ له جنبش سره تړاو لرونکو سيمه ييزو پوليسو او ولسي پاڅون کوونکو( خيزش مردمى) يې ۸۱ عام وګړي له ځانه سره بيولي دي.
دوی وايي چې څو ورځې وړاندې يې کلي ته سيمه ييز پوليس د ولسي پاڅون کوونکو په ملاتړ راننوتل کور په کور يې تلاشي وکړه، ۹ عام وګړي يې ووژل او زيات شمېر توکي يې له ځانه سره يوړل.
د فارياب دولتي چارواکي د ولسمشر د لومړي مرستيال په رهبرۍ د يادو عملياتو پخلی کوي؛ خو له ۸۱ نيولو شويو کسانو پرته د عملياتو په اوږدو کې د نورو پېښو په تړاو ناخبري ښيي.
دولتي چارواکي زياتوي چې د دولت اباد ولسوالۍ د شش پر کلى د وسله والو طالبانو ځواکمن مرکز و، چې په مرسته يې د اندخوی - ميمنې لويه لاره تل ګواښل کېده، عام خلک په کې لوټل شوي او د امنيتي ځواکونو سرونه په کې پرې شوي دي.
شش پر کلی، د اندخوی-ميمنې لويې لارې ته څېرمه، شمال لور ته په لس کيلومترۍ کې د فارياب د دولت اباد ولسوالۍ اړوند سيمه ده، چې نږدې ټول اوسېدونکي يې پښتانه دي.
د يادې سيمې اوسېدونکى او قومي مشر حاجي سردار د چنګاښ په ۱٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دوی پر سيمه، د طالبانود نيولو په پلمه د عملياتو په نامه يرغل شوی دی.
نوموړي زياته کړه چې څلور ورځې وړاندې يې کلي ته د دولت اباد، اندخوی او خواجه سبزپوش ولسواليو اړوند سيمه ييز پريس او د خيزش مردمى وسله وال د عملياتو په نامه راننوتل.
هغه وايي: ((د يادو عملياتو په ترڅ کې شش پر کلی کور په کور په غير منظمه توګه تلاشي کړای شو، له خلکو سره بد چلند وشو او له ډېر ظلم او زياتي څخه کار واخيستل شو.))
حاجي سردار وويل چې د طالب په نامه په دغو شويو عملياتو کې يواځې دوه طالبان، چې په زوره دغه کلي کې ځای پر ځای شوي وو، ونيول شول؛ خو عامو خلکو ته له وژنو نيولې تر لوټ تلان پورې زيانونه واړول شول.
نوموړي زياته کړه چې د يوې ښځې او يو ماشوم په ګډون نهه عام وګړي ووژل شول او ۸۱ يې له ځانه سره ژوندي يوړل.
د هغه په وينا، دوی د ملي اردو په چوکاټ کې د ولسمشر د لومړي مرستيال د روانو عملياتو مخالفت نه کوي؛ خو شکايت يې له دې څخه دی چې د جنبش پخواني قوماندانان د سيمې له خلکو سره د دغه ډول عملياتو په اوږدو کې پخوانۍ تربګني راتازه کوي.
د شش پر کلي بل اوسېدونکى محمد دين چې ورور يې په عملياتو کې وژل شوی، وايي چې د خلکو له وژلو او برمته کولو سربېره د سيمې د خلکو ډېر اسباب لوټ کړای شوي دي.
نوموړي پژواک ته زياته کړه چې د يادو عملياتو په تر څ کې د برېښنا ۶۰۰ سولره، ۱۷۰ موټر سايکلونه او ۳۸زرنج موټرسايکلونه سيمه ييزو پريسو او د خيزش مردمی وسله والو له ځانه سره وړي دي.
همداراز د يو درملتون په ګډون ۲۸ هټۍ لوټل شوي او ۱۳ کورونو ته اور اچول شوی چې په پوره توګه له منځه تللي دي.
د ياد کلي اوسېدونکي وايي چې په کلي کې نيول شوي عام کسان شبرغان ښار ته لېږدول شوي، چې د ژوند او مرګ په اړه يې هېڅ معلومات نه لري.
د شش پر کلي بل اوسېدونکي غوث الدين پژواک ته وويل چې ورور يې په يادو وړل شويو کسانو کې شامل دی.
نوموړي زياته کړه: ((زه يواځې د خپل ورور نه ، بلکې د ټولو اتيا نيول شويو خپلو کليوالو په اړه وايم، که يو هم طالب و او اسناد پرې پيدا کړل شول؛ نو ټول دې د افغانستان د قانون له مخې په سزا ورسول شي.))
د هغه په وينا، دوی ډاډه دي چې په بيول شويو کسانو يو هم طالب نه دی.
غوث الدين وايي چې په ټولو عملياتو کې دوه طالبان نيول شوي، ټول يې پېژني چې يو د طالبانو لخوا د قيصار ولسوال و.
نوموړي زياته کړه چې په دې عملياتو کې له دوی سره د تېرو جنګونو د وختو تربګني پالل شوې او د طالب په نامه د روانو عملياتو په ټس کې له دولتي او امنيتي امکاناتو ناوړه ګټه پوره کړای شوې ده.
هغه له مرکزي دولت څخه غوښتنه وکړه چې بايد په شمال زون کې د روانو عملياتو په اړه جدي څېړنه وکړي.
د فارياب دولتي چارواکي د ولسمشر د لومړي مرستيال په رهبرۍ د يادو عملياتو پخلی کوي؛ خو له ۸۱ نيولو شويو کسانو پرته د عملياتو په اوږدو کې د نورو پېښو په تړاو ناخبري ښيي.
د فارياب د والي وياند جاوېد احمد بيدار پژواک خبري اژانس ته په شش پر کلي کې د ولسمشر د لومړي مرستيال په رهبرۍ د شويو عملياتو پخلی وکړ.
نوموړي زياته کړه چې شش پر د وسله والو طالبانو مهم نظامي مرکز و، چې بايد عمليات پرې تر سره شوي وای.
هغه وايي چې دغه عمليات د ولايت د امنيتي مسوولينو لخوا نه، بلکې په مستقل ډول د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم په رهبرۍ تر سره شوي دي.
د بيدار په وينا، د يادو عملياتو له تر سره کېدو يوه ورځ وروسته د شش پر کلي قومي مشران ولايت مقام ته په شکايت راغلي وو چې کواګې د عملياتو په اوږدو کې بې ګناه کسان نيول شوي دي.
د والي وياند وويل چې د کلي اوسېدونکو د عملياتو په اوږدو کې د کومې بلې سرغړونې په تړاو هېڅ شکايت ونه کړ، بلکې يواځې يې د نيول شويو کسانو د بېرته خوشې کېدو غوښتنه کوله.
نوموړي زياته کړه چې دوی ډاډ ورکړ، که چېرې نيول شوي کسان بې ګناه وي؛ نو ولايت مقام به يې په بېرته خوشې کېدو غلی پاتې نه شي.
بيدار وويل، که چېرې رښتيا هم په عملياتو کې د خلکو د څرګندونو پر بنسټ زور زياتی، لوټ تالان شوى او عام خلک وژل شوي وي؛ نو دوی يې په کلکه غندي.
خو نوموړي زياته کړه چې شش پر د اندخوی-ميمنې لويې لارې ته څېرمه د وسله والو طالبانو ځواکمن نظامي مرکز و.
نوموړي زياته کړه چې نږدې شل ورځې وړاندې له همدې کلي را پورته شويو وسله والو له يوه پريس څخه سر پرې کړ.
د هغه په وينا، دغه پريس له خپلې مېرمن سره له مزارشريف څخه ميمنې ته روان و ، چې په لاره کې له موټره را ښکته کړای شوى و.
بيدار همداراز وويل چې نږدې دوه مياشتې وړاندې له شش پر کلي څخه راغلو وسله والو له مسافر وړونکو موټرو څخه ۸۰ کسان ښکته کړي وو او له ځانه سره يې وړي وو.
د والي وياند زياته کړه چې پر ياد کلي بايد عمليات شوي وای؛ خو که چېرې دغه عمليات د قانون خلاف تر سره شوي وي؛ نو دوی يې په کلکه غندي او د اسنادو موندلو پر مهال به يې پر وړاندې رسمي غبرګون هم وښيي.
پژواک هڅه وکړه، چې په دې اړه د ولسمشر د لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم ددفتر نظر واخلي، خو هغوى سره اړيکه ونه نيول شوه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










