کندهار (پژواک، ١٤ چنګاښ ٩٥): چارواکي وايي، په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د جګړو او نا امنيو له امله د بېځايه شوو کډوالو شمېر تر ٥٠ رسېدلی چې هېڅ راز اسانتياوې نه لري او له ستونزو ډک ژوند تېروي.
دغه کډوال د کندهار د بېلابېلو ولسواليو تر څنګ له هلمند او اروزګان ولايتونو څخه کندهار ته راغلي او دلته استوګن شوي دي.
د کندهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست د بېړنيو مرستو مسوول احمد کافي وايي، د هلمند او اروزګان د جګړې ځپلو ولسواليو تر څنګ په دې وروستيو کې د کندهار له غورک، شاوليکوټ او يو شمېر نورو ولسواليو څخه ډېرې کورنۍ د ناامنيو او جګړو له امله کندهار ته راغلي دي.
هغه زياته کړه، له خپلو مېنو دغه بېځايه شوي کډوال په کندهار ښار، ارغنداب، ډنډ، دامان، پنجوايي او ژيړۍ ولسواليو کې ژوند کوي.
د ده په خبره، ډېرى دغه کډوال په کرايي کورونو، مخروبو او خېمو کې تر سختو اقتصادي ستونزو او د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.
هغه زياته کړه، اقتصادي ستونزې، د کار او روزګار نشتوالى، د روغتيا او پوهنې په برخه کې کم امکانات او ګڼ نور ټولنيز مسايل هغه ستونزې دي چې د جګړو له امله بې ځايه شوي کډوال ورسره لاس او ګرېوان دي.
دى وايي، په خپله د کډوالو چارو رياست دومره توان نه لري چې له دغو کورنيو سره مرستې وکړي، خو ډېرې دغه کورنۍ يې مرستندويه ادارو ته ور معرفي کړې دي.
خو ده يادونه وکړه چې په ډېرو مواردو کې د کډوالو کورنيو موندل سخت وي؛ ځکه دوى په يوه ځاى نه اوسي.
د ده په وينا، ښه به دا واى چې د کډوالو چارو رياست يا په خپله او يا د مرستندويه ادارو په مرسته توانېدلى واى چې دغه کډوال يې يو ځاى اوسولي واى.
احمد کافي ګيله وکړه چې مرستندويې ادارې د هغوى له ډېر ټينګار وروسته يوازې يو ځل له جګړې ځپلو کورنيو سره ناڅيزه مرسته کوي او بيا يې پوښتنه هم نه کوي.
په خپله کډوال هم وايي چې د جګړو او نا امنيو له امله يې خپلوان او شته له لاسه ورکړي او له کړاوونو ډک ژوند تېروي.
٤٤ کلن عبدالرحمان له خپلې ١٣ کسيزې کورنۍ سره يو ځاى د کندهار ښار په محله جات کې د کډوالۍ ژوند تېروي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، شاوخوا دوه کاله وړاندې د هلمند له موسى کلا ولسوالۍ څخه کندهار ته راکډوال شوى او دلته په يوه خرابه کور کې ژوند کوي.
دى وايي، له موسى کلا هغه مهال وتو ته اړ شو چې د حکومت او طالبانو تر منځ جګړو زور واخيست او دغه ولسوالي طالبانو ونيوله.
د نوموړي په وينا، په خپله ولسوالۍ کې په بزګرۍ بوخت وو، خو دلته ورته ان روزانه مزدوري هم پيدا کېږي.
دى وايي: ((د جنګ له امله مې خپله مېنه پرې ايښې او په دې تمه کندهار ته راغلو چې يو څه د ارام ساه واخلو، په ټپه ولاړ ژوند بيرته روان کړو او او لادونه مو زده کړې وکړي، خو د خراب اقتصادي حالت له امله مو تر اوسه ماشومان ښوونځي نه شي ويلاى.))
د ده په خبره، کار او روزګار نشته او مجبور دى چې ماشومان هم يو او بل ځاى کار کولو ته مجبور کړي.
د محمد صديق په نوم يو بل کډوال له شاوليکوټ ولسوالۍ له وروستيو جګړو ډنډ ولسوالۍ ته راکډه شوى دى.
نوموړى چې د خپلې شپږ کسيزې کورنۍ سرپرستې ور دغاړې ده، پژواک اژانس ته وويل، په جنګ کې يې د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي او مجبور شوى چې دغه ولسوالي پرېږدي او کندهار ښار ته مخه کړي.
دى وايي، دلته په راتلو ورسره هيچا مرسته نه ده کړې.
نوموړى وايي، دلته هم ژوند ډېر سخت دى؛ ځکه کله چې کار او روزګار نه وي او له خپلې مېنې لرې يې، نو ستونزې دوه چنده کېږي او ژوند نور هم ګرانېږي.
د نوموړي په وينا، لوى ارمان يې دا دى چې سوله راشي او بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.
حاجي شاه محمد يو بل کډوال دى چې له اروزګانه کندهار ته راغلى، دى وايي د خوراک، څښاک تر څنګ د کورونو په کرايې پورې حيران دى.
دى زياتوي، دولت او خيريه ټولنو ته په کار ده چې له دوى سره د کار او سرپناه په برخه کې مرسته وکړي.
نوموړي هم ګيله وکړه چې تر دې مهاله ورسره چا مرسته نه ده کړې.
د کندهار د کډوالو چارو رياست مسوولين وايي، هڅه کوي له کډوالو سره د مرستې تر څنګ هغوى ته د حرفوي زده کړو کورسونه جوړ کړي، څو کار او کسب زده کړې او له دې لارې خپلو کورنيو ته ډوډۍ پيدا کړي.
دغه راز دوى يادونه کوي چې د کډوالو کورنيو زده کوونکي به د کندهار ښار او ولسواليو ښوونځيو ته ور پېژني، څو د زده کړې وخت يې ضايع نه شي.
د کندهار نفوس تر دوه ميليونه تنو اوړي او په دې وروستيو کې ورته د جګړو له امله کډوالو کورنيو په داسې حال کې مخه کړې چې ډېرى خلک له بې کارۍ او غربت څخه کړېږي.
څه موده وړاندې د امنيسټې انټرنېشنل په نوم يوې غير دولتي ادارې خبر ورکړى و چې په تېرو دريو کلونو کې د هېواد په کچه ١.٢ ميليونه افغانې کورنۍ د جګړو له امله يوه او بل ځاى ته کډوال شوي او دا مهال ډېرو مرستو ته اړتيا لري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










