جلال اباد (پژواک، ٢٧ چنګاښ ٩٥): وروسته له هغه چې د پاکستاني امنيتي ځواکونو له خوا د افغان کډوالو ځورول او نيول ډېر شول، هېواد ته د کډوالو د ستنېدو لړۍ تنده شوې ده.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، اوس مهال په پاکستان کې شاوخوا يونيم ميليون راجستر او يو ميليون غير راجستر افغان کډوال مېشت دي.
په دغه هېواد کې د مېشتو راجستر شوو افغان کډوالو د اوسېدو موده تېره مياشت پاى ته ورسېده، خو د پاکستان حکومت د شپږو نورو مياشتو لپاره وغځوله.
سره له دې چې د افغان کډوالو د اوسېدو موده غځېدلې، خو اوس هم د دغه هېواد په بېلابېلو سيمو او په ځانګړې توګه په خيبر پښتونخوا ايالت کې د پوليسو له خوا د افغان کډوالو د نيولو او ځورولو لړۍ روانه ده.
د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، يواځې په تېره يوه مياشت کې د پوليسو له خوا شاوخوا اته زره افغان کډوال نيول شوي او په بېلابېلو زندانونو کې مېشت دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د چنګاښ په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په پنځو ورځو کې د تورخم له لارې شاوخوا ٥٠٠ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
هغه زياته کړه چې دغه راز په ياده موده کې ۸۳۷ افغانان چې د پاکستاني پوليسو له لوري تر نيول کېدو وروسته له تورخمه اړول شوي دي.
خوږياڼى وايي چې د ننګرهار کډوالو چارو ادارې له لوري د ټولو راستانه شوو کډوالو او رالېږدول شوو کسانو سره د نغدي او خوراکي توکو مرستې ترسره شوې دي .
بلخوا د ننګرهار د کډوالو چارو رييس غلام حيدر فقيرزى وايي چې په دې وروستيو کې له پاکستانه د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ تېزه شوې ده.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې پخوا هره ورځ شاوخوا لس کورنۍ هېواد ته راستنېدې، خو اوس هره ورځ له ١٠٠ څخه تر ١٥٠ پورې کورنۍ هېواد ته راستنېږي.
ده زياته کړه: ((له نن سهار څخه تر غرمې پورې ١٢٠ کورنۍ د تورخم له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.))
د فقيرزي په وينا، افغان کډوال چې کله له تورخمه را اوړي، نو لومړى يې هلته نوم ليکنه کېږي، بيا جلال اباد ښار ته نږدې د ثمرخېلو په سيمه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له خوا ورسره نغدي مرستې کېږي.
دى وايي، څوک چې د ننګرهار ولايت اوسېدونکى وي، هغوى ته د نفر پر سر ٣٨٠ ډالره او څوک چې د نورو ولايتونو اوسېدونکي وي، هغوى ته له ٤٠٠ څخه تر ٤٢٠ امريکايي ډالرو پورې ورکول کېږي.
د کدوالو چارو رييس وايي چې د دوى د رياست او ځينو نورو ادارو له خوا هم له راستنېدونکو کډوالو سره بېلابېل ډول مرستې کېږي.
بلخوا په خيبر پښتونخوا ايالت کې د افغانستان د کونسلګرۍ له خوا د (خپل وطن ګل وطن) تر نامه لاندې د افغان کډوالو د ستنولو کمپاين پيل شوى دى.
د کونسلګرۍ له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه کمپاين په ترڅ کې هره ورځ له ٥٠ څخه تر ١٠٠ پورې کورنۍ خپل هېواد ته ستنېږي.
سرچينې زياته کړې چې د بېلابېلو پنډغالو مشرانو ورسره اړيکې نيولې او په خپله خوښه هېواد ته د ستنېدو لېوالتيا یې ښودلې ده.
په خيبر پښتونخوا ايالت کې افغان کونسلر عبدالوحيد پویان په يوه ويډيويي پيغام کې له ټولو افغان کډوالو غوښتي دي چې خپل هېواد ته ستانه شي.
هغه زياته کړې: ((افغانستان تاسو ته اړتيا لري، تاسو بايد د هېواد په ابادۍ او سوله کې رغنده رول ولوبوئ.))
نوموړي ويلي، له کړاوونو ډک هغه ژوند چې افغانان يې په دغه هېواد کې تېروي، له دې ښه دى چې نور ورته د پاى ټکى کېږدي.
د پویان په وينا، د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له لوري له ستنېدونکو کډوالو سره مرستې کېږي او د افغانستان حکومت هڅه کوي چې له دوى سره نورې مرستې هم وکړي.
ده ويلي: ((خپل وطن ته راشئ، د ابرو او عزت ژوند پيل کړئ.))
بلخوا په ټولنيزه شبکه کې ګڼو افغان کډوالو هم هېواد ته د بېرته ستنېدو لېوالتيا ښودلې ده.
د احمد خان په نوم يو افغان ليکلي: ((موږ له تېرو ٣٦ کلونو راهيسې په پاکستان کې کې اوسېږو، تر اوسه مو ښه ژوند کړى، نه مو چا ته ضرر رسولى او نه موږ ته چا ضرر رسولى، خو اوس حالات خراب شوي او غواړو په حيا او عزت خپل هېواد ته ستانه شو؛ ځکه چې نور په پاکستان کې بې عزته کېږو.))
د حمزه رياض په نوم بل افغان ليکلي چې دوى هم حاضر دي چې هېواد ته ستانه شي، خو له حکومته يې غوښتي دي چې د دوى د سرپناه ستونزه هواره کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










