منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۰۲ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

وزيرستاني کډوال: د پاکستاني حکومت پر شرطونو نه ستنېږو

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۱۴ کتنې

خوست ښار (پژواک، ٣١ چنګاښ ٩٥): په خوست کې وزيرستاني کډوال وايي چې د پاکستان د حکومت په خوښه د رامنځته شوو شرطونو پر بنسټ نه غواړي بېرته شمالي وزيرستان ته ستانه شي.

د پاکستان د پوځ له خوا دوه کاله مخکې په وزيرستان کې د (ضرب  عضب) په نوم د پيل شوو عملياتو له امله زرګونه کورنۍ خوست ولايت ته راغلې او د دغه ولايت د ګربزو ولسوالۍ د ګلاب په پنډغالي کې مېشت دي.

څو ورځې مخکې د پاکستان حکومت په وزيرستان کې د علمياتو د پاى ته رسېدو اعلان وکړ، او له دې کډوالو يې وغوښتل چې بېرته خپلو سيمو ته راستانه شي.

د حکومت تر اعلان وروسته يواځې څو سوه کورنۍ بېرته ستنې شوې دي، خو ډېرى يې اوس هم پاتې دي او پاکستان ته ورته ګواښ کړى چې که تر راتلونکې مياشتې پورې دوى ستانه نه شي، نو تابعيت به يې سلب شي.

خو د ګربزو ولسوالۍ د ګلان کمپ يو شمېر وزيرستاني کډوالو له پژواک اژانس سره په خبرو کې د پاکستان حکومت له لوري د امکاناتو پر برابرولو خوښي وښوده خو ويې ويل، فکر نه کوي چې ستونزې يې پرې هوارې شي.

د ياد کمپ يوه اوسېدونکي نورعلي خان پژواک ته وويل چې د پاکستان حکومت په شمالي وزيرستان کې د کور جوړولو لپاره ۴۰۰ سوه زره پاکستانۍ کلدارې ورکوي، خو د دوی اړتيا نه شي پوره کولای.

هغه زياته کړه: ((که ټول کډوال ځي، موږ هم ځو، خو په دې پيسو يوه کوټه هم سمه نه جوړېږي، کورونه مو ټول نړول شوي دي. زموږ پر کورونو له لس لکو څخه تر شلو لکو کلدارو پورې لګښت کېږي.))

نورعلي خان همدارنګه زياته کړه، که د پاکستان حکومت ۲۴ ساعته پر دوی کنټرول ولري، چمتو دي چې د هغه هېواد تابعيت هم له لاسه ورکړي، ځکه نه غواړي ژوند يې تل تريخ وي.

نوموړی وايي: ((د حکومت تر کنټرول لاندې ژوند ډېر تريخ وي، که د قبايلو په څېر هغه پخوانی ژوند وي، بيا سمه ده. موږ ازادي غواړو، څو وکولای شو د قبايلو په څېر په ازادانه ډول خپل ژوند وکړو)).

د کمپ بل اوسېدونکي اکرم الله پژواک اژانس ته وويل، اوس چې کوم کډوال ستانه شوي دي، د پاکستان له حکومت څخه راضي نه دي او لا هم ورسره زور زياتی کېږي.

د هغه په وينا، که پاکستان ورته په شمالي وزيرستان کې بېرته پخواني حالت ته راوستلی شي او دغه راز د وزيرستانيانو له ځورولو لاس واخلي، ښايي چې بېرته خپل وطن ته ستانه شي.

ده زياته کړه: ((که شمالي وزيرستان د پخوا په څېر راته جوړ کړي، ورځو خو که پر موږ ظلم زياتی کوي، بيا د ستنېدو هېڅ امکان نشته. موږ په افغانستان کې خوښ يو، دلته يې موږ ته ښه ځای راکړی دی، خلک ښه سلوک راسره کوي او فکر راباندې ساتي. په افغانستان کې زموږ سرونه په امن کې دي.))

کډوال جلال اباد خان چې د ګلان کمپ په ښارګوټي کې د ايس کريم او غير الکولي مشروباتو د خرڅلاو هټۍ لري، وايي چې د پاکستان حکومت له لوري د اېښودل شوو شرطونو پر بنسټ بېرته ستنېدل نه غواړي.

نوموړي پژواک ته وويل: ((که وضعيت همداسې وي، موږ نشو تللی. له هغه ځای څخه ډېر په ستونزو سره راغلو او بيا له ستونزو سره بېرته ستنېدل دا ډېره ستونزمنه ده. زموږ ځمکې، پټي، کورونه او هټۍ وې. دا ټول چې بيا جوړوو، لس کاله پرې لګېږي، زموږ ټول ژوند لس کاله دی، ولې يې په يوه خيمه کې نه تېروو؟))

د شمېرو له مخې په خوست کې شاوخوا دېرش زره وزيرستاني کډوالې کورنۍ مېشت دي چې زياتره هغه يې د ګربزو ولسوالۍ د ګلان په کمپ کې اوسېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال