منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۰۲ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

له پاکستان او ايران څخه د افغان کډوالو درې زره کورنۍ کندهار ته را ستنې شوې دي

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۲۹ کتنې

کندهار(پژواک،٤زمرى٩٥): د کندهار د کډوالو چارو رياست مسوولين وايي، په روان کال کې له پاکستان او ايران څخه د افغان کډوالو درې  زره کورنۍ کندهار ته راستنې شوې  دي چې دغه شمېره د تېر په پرتله لوړه ده.

خو دوى وايي، دغه کډوال د سرپناه له نشتوالي او بې روزګارۍ  څخه کړېږي او د مرستو په تمه دي.

د کندهار د کډوالو چارو رييس محمد عظيم نوابي پژواک خبري اژانس ته وويل، په روان کال کې تر دې مهاله د افغان کډوالو درې زره کورنۍ له پاکستان او ايران څخه بېرته خپل ولايت ته راستنې شوې دي.

دى وايي، تېر کال له پاکستان څخه د کندهار  د سپين بولدک له لارې شاوخوا ٢٥٠٠ کډوالې کورنۍ کندهار ته راستنې شوې وې، خو سږکال چې نيمايي کال لا پاتې دى، درې زره کډوالې کورنۍ بېرته خپل هېواد ته راغلي چې څرګند ډېروالى په کې راغلى دى.

هغه وويل، د دغو کډوالو ډېره برخه له پاکستان څخه او ډېره کمه برخه يې له ايران څخه را ستانه شوي دي.

نوموړى د راستنېدونکو کډوالو د شمېر ډېروالي لامل په ګاونډيو هېوادونو کې د هغوى تريخ ژوند او د خپل هېواد راتلونکې ته د هغوى هيله مندي ښيي.

خو هغه يادونه کوي چې راستنېدونکي کډوال دغلته د سرپنا له نشتوالي او بې روزګارۍ کړېږي او له حکومت څخه د مرستې په تمه دي.

د نوموړي په وينا، له راستنېدونکو کډوالو سره اوسمهال يواځې د کډوالو نړيوال سازمان UNHCR مالي مرسته کوي، چې د پخوا په پرتله يې اوس په خپلو مرستو کې زياتوالى راوستى دى.

خو ده وويل چې د کندهار د کډوالو چارو رياست به هڅه وکړي دغو کډوالو ته د استوګنې يوه- يوه نومره ځمکه ورکړي.

دى وايي، څه موده وړاندې چې د کډوالو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي کندهار ته راغلى و، په پنجوايي ولسوالۍ کې يې د کډوالو د ښارګوټي د خط اندازۍ او استوګنې ته د چمتووالي چارې پرانيستلې.

د نوموړي په وينا، په دې ولسوالۍ کې د کډوالو د ښارګوټي لپاره ٢٤ سوه  جريبه ځمکه ځانګړې شوې چې په لومړي ګام کې به پر ١٦٠٠ هغو کډوالو کورنيو ووېشل شي چې د دې ولايت اصلي اوسېدونکي دي.

خو نوموړي دا يادونه هم وکړه چې په کندهار کې په تېرو پنځلسو کلونو کې هيڅ کډوالو کورنۍ ته د استوګنې ځمکه نه ده ورکړل شوې او له دوى سره زرګونو داسې کډوالو ځانونه ثبت کړي چې سرپناه ته اړتيا لري.

دى وايي، په دغه ښارګوټي کې به د پاکو اوبو، سړکونو او برېښنا د اسانتياوو له برابرولو وروسته د ولايتي ادارې د مسوولينو په مشرۍ د يوه ځانګړي کمېسيون له خوا پر کډوالو د استوګنې نمرې ووېشل شي.

نوابي دغه راز يادونه وکړه چې کندهار له ګاونډيو هېوادونو څخه د راستنېدونکو کډوالو تر څنګ د هغو زرګونو داخلي بې ځايه شوو کډوالو کوربه هم دى چې په دې وروستيو کې کلونو کې له جګړو او نورو ستونزو له امله خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

دغه کډوال د کندهار د بېلابېلو ولسواليو تر څنګ له هلمند او اروزګان ولايتونو څخه کندهار ته راغلي، چې ډېرى يې په کندهار ښار، ارغنداب، ډنډ، دامان، پنجوايي او ژيړۍ ولسواليو کې ژوند کوي.

که څه هم د دغه راز کډوالو دقيقه شمېره معلومه نه ده، خو د کډوالو چارو رياست مسوولين وايي چې شمېره يې شاوخوا ٥٠ زره ته رسېږي چې دلته هم له اقتصادي ستونزو، د کار او روزګار له نشتوالى، د روغتيا او پوهنې په برخه کې د کمو امکانات او ګڼو نور ټولنيزو مسايلو او ستونزو له امله کړېږي.

د نوابي په خبره، په خپله د کډوالو چارو رياست دومره توان نه لري چې له دغو کورنيو سره مرستې وکړي، خو ډېرې دغه کورنۍ يې مرستندويه ادارو ته ور معرفي کړي دي.

له پاکستان څخه تازه راستانه شوي کډوال هم وايي چې په داسې حال کې خپل هېواد ته را ستانه شوي چې د سرپناه نشتوالى او بې روزګاري يې تر ټولو عمده ستونزې دي.

٥٤ کلن محمد عمر له خپلې ٩ کسيزې کورنۍ سره يو ځاى تېره مياشت د پاکستان د بلوچستان ايالت له کويټې څخه کندهار ته راغلى، خو وايي دلته د خپلو دوستانو په کور کې له کړاو څخه ډک ژوند تېروي.

دى وايي، تمه يې دا وه چې خپل هېواد ته په راتلو به حکومت ورسره د استوګنې د ځمکې مرسته وکړي، خو تر اوسه هغو کډوالو ته لا ځمکه نه ده ورکړل شوې چې په تېرو پنځلسو کلونو کې راغلي دي.

د ده په خبره، ډېرى کډوال په پاکستان کې له خپل تريخ ژوند څخه ځورېږي او غواړي چې هېواد ته راشي، خو دلته د ناامنۍ تر څنګ د استوګنې د ځاى او روزګار نشتوالى يې مخنيوى کوي.

نوموړى له حکومت څخه غوښتنه کوي چې په هغه صورت کې د کډوالو د بيرته راستنولو غم وخوري چې دلته ورته د ژوند امکانات برابر کړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، اوس مهال په پاکستان کې شاوخوا يونيم ميليون راجستر او يو ميليون غير راجستر افغان کډوال مېشت دي.

په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د اوسېدو نېټه د روان زېـږديز کال د جون په ٣٠مه پاى ته رسېدلې وه، خو د پاکستان لومړي وزير نوازشريف څو ورځې مخکې دغه موده د شپږو نورو میاشتو لپاره وغځوله.

په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو د نېټې غځولو تړون يوه اوونۍ مخکې د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي او د پاکستان د کډوالو او سرحدونو چارو وزير عبدالقادر بلوچ له خوا لاسليک شو.

خو په دې غونډه کې له نړيوالې ټولنې غوښتنه وشوه چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو په ستنولو کې مرسته وکړي.

بل خوا د دغې غونډې پر مهال د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي ويلي چې دوى هم د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره يو منظم پلان جوړ کړى چې د روان زېږديز کال تر پايه پورې به يې عملي کارونه پيل شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال