جلال اباد (پژواک، ۶ زمری ۹۵): د ننګرهار د کډوالو چارو رييس وايي، د مرستو د تنظيم او ښه لاسرسي په موخه کې د جګړو له امله بېځايه شوو کورنيو ته ځانګړی کمپ جوړ شي.
د رسمي ارقامو له مخې، د ننګرهار له شينوارو زون او ورڅېرمه ولسواليو د جګړې له ويرې شاوخوا ۳۸ زره کورنۍ بېځايه شوې دي.
د ننګرهار د کډوالو چارو رييس غلام حيدر فقيرزي د زمري په ٦مه په پژواک خبري اژانس ته وويل، د کورنيو بېځايه شوو لپاره اړتيا ده چې ځانګړی کمپ ورته جوړ شي.
فقيرزي وايي: ((که بېځايه شوې کورنۍ په يوه کمپ کې راټولې شي، نو د مرستو د وېش چاره به يې اسانه وي او په هر ممکن حالت کې به ورته په چټکۍ رسېده ګي کېږي.))
د کډوالو رييس يادونه وکړه چې په دې تړاو يې خپل معلومات له سيمه ييزې ادارې او مرکزي حکومت سره شريک کړي؛ خو تر اوسه په دې تړاو پرېکړه نه ده شوې.
د فقيرزي په وينا، تر اوسه د ننګرهار له ۲۸ زره بېځايه شوو کورنيو سره مرستې شوې دي او د يو شمېر نور مستحق نه دي ګڼل شوي.
د ده په خبره، په دې وروستيو کې د کوټ ولسوالۍ د جګړو له امله ۱۳زره کورنۍ بېځايه شوې دي.
موده مخکې سلګونه داعش وسله والو د کوټ په يو شمېر سيمو بريدونه وکړل او ويې نيولې؛ خو وروسته يې پر ضد سخت عمليات پيل شول.
که څه هم د ګډو امنيتي ځواکونو او کومانډو سرتېرو دغه عمليات تر اوسه هم روان دي؛ خو دغلته د جګړو له وېرې ډېرې کورنۍ بېځايه شوې دي.
د کوټ ولسوالۍ لسګونه کورنۍ د بهسودو ولسوالۍ د لسمې ويالې اړوندو سيمو کې له ځايي خلکو سره مېشتې شوې دي.
مولوي سبحان الله له دې کورنيو څخه د يوې هغې مشري کوي.
هغه وايي: ((موږ دلته په ډېرو ستونزو کې يو، کورونه مو پرېښودل او ترې را ووتلو، داعشيانو راسره ډېره ظلمونه وکړل، زموږ کورونه يې هم سوځولي دي.))
د مولوي سبحان په وينا، حکومت بايد د بېځايه شوو لپاره ځانکړی کمپ جوړ کړي؛ ځکه ممکن ډېر بېځايه شوو ته د حکومت لاسرسی ستونزمن وي.
د شينوارو ولسوالۍ بل ځايه شوي شهنواز پژواک ته وويل: ((زه پنځه مياشتې مخکې د جګړو له امله له خپلې کورنۍ سره لسمې ويالې ته راکډه شوم، اوس په ډېرو ستونزمنو حالاتو کې وخت تېروو.))
د ده په وينا، حکومت وروسته څه نا څه مرسته کړې، خو بېځايه شوې کورنۍ سرپناه او ډېرو مرستو يا هم کارو بار ته اړتيا لري.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک ته وويل، له بېځايه شوو سره د مرستو لپاره ځانګړې کمېټه ګومارل شوې او تراوسه يې ډېرو ته مرستې رسولي دي.
هغه زياته کړه: ((تاسو وليدل چې خپله د ننګرهار والي څو ولسواليو ته سفر وکړ او مرستې يې ورسولې، همدا شان يې ځينو ولسوالۍ ته مرستې ولېږلې.))
د ده په وينا، تر اوسه بېځايه شوو لپاره د کمپ پر جوړولو وروستی غور نه دی شوی؛ خو د اړتيا په صورت کې به سيمه ييزه ادارې خپله همکارۍ ونه سپموي.
تر دې مخکې ځينو سرچينو اندېښنه ښودلې وه، د کورنيو بېځايه شوو لپاره د کمپ جوړول به په دغه ولايت کې د ځمکو غصب ته زمينه برابره کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










