منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۶ غ.و
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

افغان کونسل د کډوالو ستونزې د پښتونخوا له والي سره شريکې کړې

· ۱ دقیقه لوستل · ۶۶ کتنې

کابل (پژواک، ٩ زمرى ٩٥): په خيبر پښتونخوا کې د افغانستان کونسل جنرال د دغه ايالت له ګورنر سره د افغان کډوالو شريکې کړې.

د کونسلګرۍ له خوا د زمري په ٩مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغان کونسل جنرال ډاکتر وحيد پويان د خيبر پښتونخوا والي اقبال ظفر جګړا سره وليدل .

سرچينې زياته کړې چې په دې ليدنه کې  د افغان کونسلګرۍ له خوا صادر شوي پاسپورټونو ته د خروجي وهلو تر څنګ په خيبر پښتونخوا کې د پوليسو له خوا د افغانانو بېځايه ځورولو په هکله تفصيلي خبرې وشوې.

په خبرپانه کې راغلي د خيبر پښتونخوا والي (ګورنر) له خوا ډاډ ورکړل شو چې خپلو ادارو ته به لارښونه کوي چې پورتنی ستونزې حل شي .

د يو بل خبر له مخې، په خيبر پښتونخوا کې د افغان ښوونځيو مديرانو له عبدالوحيد پويان سره د ليدنې پر مهال د پاکستاني پوليسو  له ځورونو شکايت وکړ.

ډاکتر عبدالله وحيد پويان ډاډ ورکړ چې يادې ستونزې د حل لپاره به له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي، تر څو د افغانانو بېځایه ځورول پای ته ورسېږي.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د پاکستاني پوليسو له خوا د افغان کډوالو د ځورولو او نيولو لړۍ تېزه شوې ده.

د وروستيو معلوماتو له مخې، له کوچني اختره راپه دېخوا پوليسو شاوخوا لس زره افغان کډوال نيولي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال