کابل (پژواک، ١١ زمرى ٩٥): يوه سروې ښيي چې په ښارونو کې تر ټولو لويه ستونزه د څښاک د پاکو اوبو نشتوالى دى او په ټولو ښارواليو کې له فساد څخه شکایت شوی چې کچه يې په پکتيا، بغلان او هلمند کې تر نورو ولايتونو ډېره ده.
دغه سروې د فوکس پراختيايي ادارې له خوا د ١٣٩٤ کال د مرغومې له ١٩مې د روان کال د غبرګولې تر شلمې له نورستان پرته د هېواد د ټولو ښارونو په ١٨٢ ناحیو کې له څه باندې نهه زره کسانو سره د مخامخ خبرو له لارې ترسره شوې او نن ) ښاروالي د ښاريانو له نظره تر نوم لاندې خپره شوه.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په سروې کې د شاملو کسانو ٣٣ سلنه ښځې، ٦٧ سلنه نارينه، ٤٧ سلنه لوستې او ٥٣ سلنه نالوستي کسان جوړوي. په دې سروې کې خلکو په خپلو اړوندو ښارونو کې بېلابېلې ستونزې په ګوته کړې دي.
دغه راز ياده سروې ښيي چې د هېواد له ٣٤ ولايتونو څخه په نورستان کې ښاروالي نشته خو له پاتې ٣٣ ولايتونو څخه په ٣٠ کې خلک د څښلو د پاکو اوبو د برابرولو په برخه کې د ښارواليو له کړنو سر ټکوي او په ١٨ ولايتونو کې د څښلو د پاکو اوبو نشتوالى تر ټولو لويه ښاري ستونزه ده.
د سروې له مخې، په پنجشېر، پکتيا او پکتيکا کې چا د څښلو د پاکو اوبو له نشتوالي شکايت نه دى کړى.
اداري فساد
سروې ښيي چې په پکتيا، بغلان او هلمند کې له هرو لسو تنو نهو یې په ښاروالۍ کې له فساد څخه سر ټکولى دى. په نورستان کې ښاروالي نشته خو په پاتې نورو ٢٩ ولايتونو کې له ٥٩ تر ٨٩ سلنه خلکو په ښارواليو کې فساد يوه ستونزه بللې ده.
په يادو ٢٩ ولايتونو کې په دې برخه کې تر ټولو ډېر شکايت په غزني او تر ټولو کم په خوست ولايت کې شوى دى.
دغه راز د سروې پايلې څرګندوي چې نږدې ټولو مرکه کوونکو ويلي چې د اړوندو ښارواليو د کلنيو عوايدو په اړه معلومات نه لري او د ښاروالۍ د چارو په اړه د شکايتونو مرجع هم ورته معلومه نه ده.
دغه راز د سروې پر مهال د هېواد په ٣٣ ولايتونو کې په ټوليز ډول د ١٥٧ ښاروالانو د کړنو په اړه له خلکو پوښتلي دي. سرچينه زياتوي چې له دې ډلې ښاروالانو خلکو له لسو تنو څخه ډېره خوښي ښودلې ده.
د کندهار له پخواني ښاروال غلام حيدر حميدي څخه ٩٨ سلنه، د خوست له پخواني ښاروال کرامت خان خپلواک څخه ٩٦ سلنه، د غزني له پخواني ښاروال انجنير فريدون احمدي څخه ٩٣ سلنه، د کابل له پخواني ښاروال غلام سخي نورزاد څخه ٩١ سلنه، د ميدان وردګو د اوسني ښاروال انجنير محمود اميري څخه ٨٧ سلنه، دکندوز له اوسني ښاروال نجيب الله عمرخيل څخه ٨٢ سلنه، دپروان له اوسني ښاروال خواجه روح الله صديقي څخه ٧٩ سلنه، دبلخ له پخواني ښاروال محمد يونس مقيم څخه ٧٥ سلنه، د پکتيا له پخواني ښاروال سيد احمد صافي څخه ٧٣ سلنه او د بادغېس د اوسني ښاروال ابوبکر فرستان څخه ٧٣ سلنه خلکو خوښي ښودلې ده.
که څه هم د قانون له مخې ښاروالان بايد انتخابي وي، خو د سروې له مخې، د پوښتل شوو خلکو ٥٣ سلنه ويلي چې ښاروالان بايد انتصابي وي.
د سروې په يوه برخه کې ليکل شوي: "که څه په ښارونو کې پوره امن دى او د افغانستان د اساسي قانون له مخې بايد ښاروالان او د ښارواليو مجلسونه انتخابي وي، خو د ښارواليو ټاکنې نه دي تر سره شوې.
او ان دا چې تر اوسه پورې هم د طالبانو د وخت قانون پاتې دى چې ځينې ښاروالان يې د ملامحمد عمر کتاب بولي." سرچينه زياتوي، نورستان چې ٢٥ کاله مخکې ولايت شوى، خو تر اوسه پورې نه ښار او نه هم ښاري خدمات لري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









