لښکرګاه- گردېز- مهترلام (پژواک، ١٢ زمری ۹۵): د هلمند، پکتيا او لغمان ولايتونو کې ٤٥ وسله وال طالبان په هوايې بريدونه او نښته کې وژل شوي دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک د زمري په ١٢مه د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې افغان امنيتي ځواکونو تېره شپه په مارجې او نادعلي ولسواليو کې هوايي بريدونه کړي دي.
هغه وايي چې د دغو بريدونو په ترڅ کې ١٥ طالبان په نادعلي او ٢٥ په مارجې ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
د ځواک په خبره، په وژل شوو کې د طالبانو يو شمېر لوړپوړي چارواکي هم شامل دي.
د هلمند د والي له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په يادو وژل شوو کسانو کې د کامران او هارون په نومونو د طالبانو دوه قوماندانان هم شامل دي.
دغه راز ځواک وويل چې د نن ورځې تر پايه به شاوخوا اته سوه تازه دمي سرتېري د نادعلي د امنيت د ټينګښت په موخه دې ولسوالۍ ته ورسېږي.
ځواک وايي چې ډېر ژر به په نادعلي کې له لاسه وتلې سيمې بېرته امنيتي ځواکونه تر خپلې ولکې لاندې راولي.
په نادعلي کې دوه ورځې وړاندې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه پيل شوې چې له امله یې يو شمېر کسان له خپلو کورونو بېځايه شوي دي.
ځواک وايي چې د کمېسيون له خوا به ډېر ژر له بېځايه شوو کورنيو سره اړيني مرستې هم وشي.
د نادعلي ولسوالۍ د سيمه ييزې شورا يوه غړي د نوم نه اخيستو په شرط پژواک ته وويل چې د ولسوالۍ د ودانۍ سربېره نور ټولې سيمې له طالبانو سره دي.
د دې ولسوالۍ اوسېدونکي محمدنبي پژواک ته وويل چې اوس هم په دې ولسوالۍ کې جګړه روانه ده.
هغه وويل: ((طالبان په ډېرې چټکۍ له مقاومت پرته سيمي نيسي او خلک نشي کولاى له خپلو کورونو و وځي لارې بندې دي، د لوى باغ سيمې اوسېدونکو په ډېرې زارۍ له طالبانو لښکرګاه ته د تګ اجازه واخيسته.))
دغه راز د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي د مارجې په اړه پژواک ته وويل چې طالبانو په دې ولسوالۍ کې پنځه پوستې نيولې دي.
هغه وايي چې د يادو پوستو د نيولو پر مهال ١٥ امنيتي سرتېري وژل شوي او ځينې وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.
دا مهال د هلمند ولايت نوزاد، موسى کلا، باغران او ديشو ولسوالۍ له وسله والو طالبانو سره دي.
همدا راز امنيتي چارواکي وايي چې په پکتيا او لغمان ولايتونو کې پنځه طالبان وژل شوي او شپږ تنه نور ژوندي نيول شوي دي.
د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال قادرګل ځدراڼ د زمري په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د زرمت ولسوالۍ د سهاکو په سيمه کې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته شوې ده.
هغه وويل چې د دې نښتې په ترڅ کې پنځه طالبان وژل شوي او ٧ تنه نور ټپيان دي خو افغان امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د سهاک سيمې اوسېدونکي شېر داد خان پژواک ته وويل چې تېره شپه په دې سيمه کې درنه جګړه شوې خو د تلفانو په اړه يې معلومات نه درلودل.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، د ملي امنيت ځواکونو په لغمان ولايت کې شپږ وسله وال طالبان نيولي دي.
د ملي امنيت د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان رحمت الله، حبيب الرحمن، سيد يعقوب، عبدالصبور، غفران او زاهد نوميږي.
سرچينه وايي چې يادو کسانو غوښتل د لغمان ولايت په مرکز مهترلام ښار کې وسله وال بريد ترسره کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې له نيولو شويو کسانو څخه درې کلاشينکوفونه، دوه تمانچې، دوه توربيننونه، ١٨ شاجوره مرمې او يوه اندازه نور پوځي توکي ترلاسه شوي دي.
د يادو پېښو په اړه تر اوسه طالبانو څه نه دي ويلي
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










