جلال اباد(پژواک،١٤زمرى٩٥): د ننګرهار چارواکي وايي چې له پاکستان څخه تر اوسه ٢٥زره کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي چې له دې کورنيو سره درې ميليونه ډالره مرسته هم شوې ده.
دغه څرګندونې په هغه خبرپاڼه شوې دي چې د ننګرهار د والي له مطبوعاتي دفتر څخه د زمري په١٤مه پژواک خبري اژانس ته را ليږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د ننګرهار والي سليم خان کندوزي نن د راستنو شويو کورنيو له استازو سره وليدل.
کندوزي وويل: (( د پاکستان حکومت کډوالو سره ډېر ظلم او زياتی کولو، په کمپونو او کورونو به يې چاپې اچولې،ترڅو نغدې پيسې ترې واخلي او ځوانان يې بنديان کړي.))
هغه دا هم وويل چې ولايتي اداره به هڅې وکړي،تر څو د را ستنو شويو کورنيو د سرپناه ترڅنګ نورې ستونزې هم هوارې کړي.
هغه يادو کورنيو ته لارښوونه وکړه چې خپلو سيموته ولاړې شي او ډاډ يې ورکړ چې د کډوالو او خيريه ادارو له لوري به ورسره د دوی په سيمو کې د کور جوړونې او نورو برخو کې مرستې وکړي.
دغه راز د کډوالو چارو رييس غلام حيدر فقيرزي وويل،د روانې مياشتې په اوږدو کې ختيځې سيمې ته نږدې شپږ زره غېر ثبت او نږدې ۱۴ سوه ثبت شوې کورنۍ را ستنې شوې دي.
نوموړي زياته کړه، د روان کال له پيل راهيسې نږدې ۲۵ زره کورنۍ له کډوالۍ د تورخم ښارګوټي له لوري را ستنې شوي او همدا راز زرګونه کسان د پاکستاني منسوبينو تر نيول کېدو وروسته په تورخم ښارګوټي کې دوی ته سپارل شوي دي .
دغه راز د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي پژواک ته وويل چې له راستنو شويو کورنيو سره نغدي مرستې هم کيږي.
هغه وويل: (( د را ستنو شويو کورنيو هر غړي ته د يو ان اچ سي ار ادارې له لوري څلور سوه امريکايي ډالره ورکول کيږي.))
هغه وويل چې له پاکستان څخه تر اوسه ٢٥زره کورنۍ راستنې شوې دي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کميشنرۍ له لوري نږدې درې ميليونه ډالره مرسته هم ورسره شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې يو ځل بيا له پاکستان څخه د کډوالو راستنېدل پيل شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










