کابل (پژواک، ١٥ زمرى ٩٥): په خيبر پښتونخوا کې مېشتو افغان کډوالو د افغانستان او پاکستان له حکومتونو غوښتي دي، چې د کډوالو ستونزې هوارې کړي.
دغه څرګندونې د پښتونخوا د بېلا بېلو پنډغالو او کمپونو استازو د زمري په ١٤مه، په پېښور ښار کې د يوې خبري غونډې پر مهال کړې.
تر خبري غونډې وروسته سلګونو افغان کډوالو په پېښور ښار کې لاريون هم وکړ او له پاکستان څخه يې وغوښتل، چې پر کډوالو د زور زياتي لاس واخلي او د اوسېدلو موده دې وغځوي.
د حزب اسلامي د سياسي چارو مسوول او د کډوالو يو تن استازي ډاکټر غيرت بهير پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کډوالو د ستونزو د هواري په موخه دوى ٣٠ کسيز کمېسيون جوړ کړى دى.
هغه زياته کړه، چې ددغه کمېسيون اوو غړو نن په پېښور کې د خبري غونډې پر مهال د افغان کډوالو د مخ پر زياتېدونکو ستونزو اندېښنه څرګنده کړه.
د ډاکټر بهير په وينا، ويناوالو د افغانستان او پاکستان له حکومتونو غوښتي دي، چې د کډوالو ستونزې هوارې کړي.
دى وايي، پاکستان له تېرو څو لسيزو راهيسې د افغانانو کوربه توب کړى، ولس يې له افغانانو سره سلوک او چلند کړى دى ، دوى بايد نور هم له صبر څخه کار واخلي او د افغان کډوالو د اوسېدلو موده دې تر ٢٠١٦ کال وروسته هم وغځوي.
د يادونې وړ ده، چې د پاکستان لومړي وزير نواز شريف تېره مياشت په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو د اوسېدلو د ٢٠١٦ کاله تر پاىه پورې وغځوله.
ډاکټر بهير وويل، چې پاکستان دې پر افغانانو کړې پانګونه د کډوالو په ځورولو نه زيانمنوي.
ده له پاکستان حکومت څخه وغوښتل، چې په ابرومندانه توګه پخپله خوښه د افغان کډوالو د ستنېدلو لپاره زمينه برابره کړي او له افغان حکومت يې وغوښتل، چې راستنېدونکو افغانانو ته د سرپناه ستونزه هواره، او ورته ښار ګوټي او پنډغالي جوړ کړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ د معلوماتو له مخې، په پاکستان کې اوس هم يو نيم ميليون راجستر او شاوخوا يو ميليون غير راجستر کډوال مېشت دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










