کابل (پژواک، ١٦ زمرى ٩٥): دولتي سرچينې وايي چې په خيبر پښتونخوا کې مېشتو ځېنو افغان کډوالو د پاکستان په لارښوونه او فشار لاريون کړى و.
د خيبر پښتونخوا ايالت له بېلابېلو کمپونو راغلو لسګونو کډوالو د تېرې پنجشنبې په ورځ د پېښور ښار پرېس کلب مخې ته لاريون وکړ او بيا يې استازو په يوه خبري غونډه کې ګډون وکړ.
لاريون کوونکو کډوالو د پاکستان له حکومته غوښتي وو چې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د اوسېدو نېټه دې تر دوو کلونو پورې وغځوي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان اعلان کړی چې د ٢٠١٦ کال په پاى کې به د افغان کډوالو د اوسېدو نېټه نور نه غځوي او دوى بايد خپل هېواد ته ستانه شي.
يوې دولتي سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د زمري په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد لاريون د پاکستان د حکومت په فشار او لارښوونه شوى و.
سرچينې زياته کړې، پاکستان تل له افغان کډوالو د فشار په توګه ګټه اخلي او د دې فشارونو په پايله کې یې له نړيوالو ډېرې پيسې ترلاسه کړې دي.
دولتي سرچينه وايي، دا ځل دوى په خپل دغه فشار کې ناکام شول او افغان کډوالو وپتيېله چې نور خپل هېواد ته ستنېږي او د عزت ژوند پيلوي.
د حزب اسلامي د سياسي چارو مسوول او د افغان کډوالو يو تن استازى ډاکټر غيرت بهير پرون پژواک ته ويلي وو، چې دوى له ټولو کمپونو څخه ٣٠ کسيز کېمسيون جوړ کړى او ددې کمېسيون اوو غړو په پېښور کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه کانفرانس ورکړى و او بيا لسګونو کډوالو لاريون کړى و.
په خيبر پښتونخوا ايالت کې د افغان کډوالو د ځورولو، نيولو ، بندي کولو او له هېواده د ايستلو لړۍ دوه کاله مخکې د پېښور پر يوه پوځي ښوونځي د وسله والو تر ډله ييز بريد وروسته پيل شوې وه.
په دغه بريد کې شاوخوا ٣٥٠ زده کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې وه او مسووليت يې هم پاکستاني طالبانو پر غاړه اخيستی و.
خو شاوخوا دوه مياشتې مخکې، کله چې په تورخم کې د دروازې پر سر د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو تر منځ نښتې وشوې، نو د کډوالو پر ضد د پاکستان اقدامات زيات شول.
د محمد عمر په نوم يو افغان چې تازه له پېښوره خپل هېواد ته ستون شوى، پژواک اژانس ته وويل چې له تېرو دوو مياشتو راهيسې افغانان په کليو، ښارونو او کمپونو کې بنديان شوي دي.
د هغه په وينا، د پاکستان پوليس له کډوالو سره ډېره بده رويه پيل کړې، څوک چې قانوني کارت هم لري، هغه رانيسي تاڼو ته يې وړي او بيا يې د زرګونو پيسو په بدل کې بېرته پيلوي.
د صحت سمسور په نوم يو افغان چې په ټولنيزه شبکه فيسبوک کې ليکلي: (( پېښور ته تللی وم، پوليسو ونيولم، پاسپورټ مې ورکړ راته يې وويل، موږ ته د پوځ مشر امر کړی چې افغانان ونيسئ، ويې ځوروئ که پاسپورټ هم درسره وي؛ خو چې بيا پاکستان ته رانه شئ.))
هغه زياته کړه چې پوليسو ترې پيسې وغوښتې، خو ده وويل چې قانوني اسناد لري، خو پوليسو نه منل او پر پيسو يې ټينګار کاوو.
دى وايي: ((اخر يې راڅخه ٥٠٠ کلدارې واخيستې.))
د سياسي چارو کارپوه جاوېد غفور وايي، د پخوا په څېر یې هڅه کوله چې دا ځل هم له افغان کډوالو د فشار په توګه کار واخلي، خو دا ځل یې په خپل چال کې ماتې وخوړه.
دى وايي چې اوس پاکستان سخت پښېمان دى، هغوى نه غواړي چې افغانان بېرته ستانه شي؛ ځکه چې افغان کډوال د هغوى د اقتصاد مهمه برخه تشکيلوي.
بلخوا پاکستاني رسنيو هم چې اوس پوه شوې افغانان بېرته ستنېږي، نو د کډوالو په ملاتړ يې د راپورونو پر خپرولو پيل کړى دى.
د امت په نامه يوې پاکستانۍ ورځپاڼې په لومړي مخ د لومړي وزير نوازشريف په نوم يو پرانیستى ليک خپور کړى دى.
په دغه ليک کې راغلي چې د افغان کډوالو له ستنېدو سره به د خيبر پښتونخوا ايالت په اقتصادي توګه تباه شي.
ليک کې راغلي، د خيبر پښتونخوا ايالت دولتي او خصوصي روغتونونه هر کال له افغان کډوالو دوه ميليارده کلدارې ترلاسه کوي، د ورځني استعمال خوراکي توکي او د کور د سامانونو له درکه ١٢ ميليارده کلدارې، د پاکستان ټرانسپورټ د کال ١٥ ميليارده کلدارې او د کورونو د کرايې له درکه ٥ ميليارده کلدارې ترلاسه کېږي.
دغه راز له تورخم څخه تر اټکه پورې په بېلابېلو برخو کې ٢٠٠ زره کسان په کارونو بوخت دي او که افغان کډوال ولاړ شي، دوى بې کاره کېږي.
بلخوا د پاکستان د خيبر پښتونخوا په ايالتي اسامبلۍ کې هم د افغان کډوالو پر ستونزو او ځورولو بحث شوى او له حکومته يې غوښتي چې په زوره د دوى له ايستلو ډډه وکړي.
وکيلانو ويلي: ((په زوره د افغان کډوالو ايستل، هغوى به د پاکستان پر دښمنۍ مجبور کړي.))
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










