محمودراقي (پژواک، ١٨ زمرى ٩٥): ناپېژاندو وسله والو د کاپيسا په حصه اول کوهستان ولسوالۍ کې يو ملا امام پر ډزو وژلى دى.
د حصه اول کوهستان ولسوال عبدالفتاح شفيق د زمري په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ناپېژاندو وسله والو د دې ولسوالۍ په خم زرګر سيمه کې د عبدالطيب په نوم يو ځوان ملا امام د لمانځه پرمهال په ډزو وژلى دى.
هغه وايي چې د ډزو پر مهال يو بل لمونځ کوونکی هم ټپي شوي دي.
ولسوال وايي چې عبدالطيب په دغه ولايت کې د مشهور ديني عالم عبدالحق زوى و او له چا سره يې دښمني نه لرله.
د شفيق په وينا، د دې پېښې په تور تر اوسه څوک نه دي نيول شوي خو په اړه يې پلټنې روانې دي.
د خم زرګر سيمې یوه اوسېدونکي فريدون هم د ياد ملا امام وژل کيدل تاييد کړل او ويې ويل چې په دې وروستيو کې دغه ډول پېښې په دغه ولايت کې ډېرې شوې دي.
هغه زياته کړه چې د روژې په مياشت کې هم يو ديني عالم د ناپېژاندو کسانو له خوا وژل شوى و.
دى وايي چې پر دې ډول پېښو خلک سخت اندېښمن کړي، امنيتي ځواکونه بايد دې ستونزې ته يو چاره ولټوي.
د ياد ملا امام د وژلو مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.