منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۶ غ.و
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

اسفنديار: د افغانانو په زوره د وېستلو مخنيوى کوو

· ۱ دقیقه لوستل · ۷۲ کتنې

کابل (پژواک، ٢٣ زمرى ٩٥): د کوزې پښتونخوا وتلي سياستوال اسفنديار ولي خان وايي، په زوره د افغان کډوالو د لېږلو مخه نيسي.

نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې پاکستانيو پوليسو د افغان  کډوالو پر نيولو، ځورولو، بندي کولو او له تورخم څخه په را اړولو لاس پورې کړى دى.

له دغو ځورونو وروسته په پېښور کې د افغانستان د کونسلګرۍ له لوري د (خپل وطن، ګل وطن) تر نامه لاندې د کډوالو د بېرته ستنولو کمپاين پيل شو او هره ورځ سلګونه کورنۍ خپل هېواد ته ستنېږي.

د کوزې پښتونخوا وتلي سياستوال او د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان په خپل کور چارسده کې يوې غونـډې ته غونـډې ته ويلي، چې په زوره د افغان کډوالو د  لېږلو مخه به نيسي.

هغه زياته کړه، کله چې د افغانانو  وينې ته اړتيا وه، نو حکومت افغانانو ته وروڼه ويل، ګلان به يې غاړې ته واچول او افغانستان ته به يې د خپلې ګټې لپاره جنګيالي لېږل.

د اسفنديار په وينا، خو اوس چې د پاکستان ګټه نشته، نو دوى پسې يې را اخيستې او په زوره يې له هېواده وباسي.

دى وايي، په زوره د افغانانو لېـږل، د پښتنو له کلتور سره مخالف دى او حکومت بايد له دې کار څخه ډډه وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال