منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۶ غ.و
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په هلمند کې له بېځایه شوو شپږ سوه کورنیو سره مرسته وشوه

پژواک خبري اژانس
· ۲ دقیقې لوستل · ۹۵ کتنې

لښکرګاه (پژواک، ۲۴ زمری ۹۵): په هلمند کې د درې زره بېځايه شوو کورنيو له ډلې له شاوخوا شپږ سوه کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.

هلمند کې د سرې میاشتې ريیس اسدالله مایار د زمري په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ۵۸۶ کورنۍ د نادعلي ولسوالۍ اړوند د چاه انجیر، نواباد او له بېلابېلو سیمو د لښکرګاه بولان سيمې ته را کډه شوې دي.

مایار زیاته کړه چې هرې کورنۍ ته ٢٠ کيلو وريجي، بوره، چای، غوړي او د اوبو لپاره يوه بوشکه ورکړل شوه.

هغه وويل: ((غیر خوراکي توکي د لارو د بندېدو له امله پر وخت نه دي رسېدلي چې راشي هغه به هم ورکړو.))

نوموړي زیاته کړه، دغه سروې يې د سیمې د اوسېدونکو او سيمه ييزو وکیلانو په حضور کې د خپلو ګرځنده ډلو له خوا ترسره کړى دى.

هغه وويل چې د وروستيو جګړو له امله شاوخوا څلور زره کورنۍ بېځايه شوې دي چې د مرستو لپاره يې سروې روانه ده.

د دې مرستو د وېش پر مهال د هلمند والي حیات الله حیات پژواک ته وويل چې  له نادعلي او ناوې ولسوالیو شاخوا درې زره کورنۍ بېځايه شوې دي.

ده وويل چې د کډوالو چارو او سرې مياشتې له لوري د يادو کورنيو سروې روانه ده تر څو ټولو ته اړينې مرستې ورسول شي.

والي له خیريه موسسو او سوداګرو غوښتنه وکړه چې له یادو بېځایه شوو کورنیو سره د سرپناه او خوراکي توکو په برخه کې مرستې وکړي.

دغه راز د هلمند د کډوالو چارو ریيس نقیب الله زمریال هم وویل چې له دريو زرو ډېرې کورنۍ بېځايه شوي دي چې تر اوسه ٧٠٠ کورنۍ يې سروې شوې هم دي.

ده ټينګار وکړ چې له دې کورنيو سره بايد په دوامداره توګه مرستې وشي.

د هلمند د نادعلي ولسوالۍ د نواباد سيمې اوسيدونکي محمدګل د يادو مرستو د اخيستو پر مهال وويل: ((موږ په دې مرستو څه کوو، موږ ته دې امنيت راولي.))

هغه وايي چې په ولسوالۍ کې ځمکه لري، کور او نور جايداد لري خو د جګړو له امله هر څه ترې پاتې دي.

دغه راز يو بل مرسته اخيستوونکي ابراهيم پژواک ته وويل: ((له چاه انجير څخه په داسې حالت کې را ووتو چې د کور هر څه مو پاتې شول او اوس په يوه کنډواله کې ژوند تېرو.))

ده ټينګار وکړ چې دغه مرستې بايد له بېځايه شوو سره په دوامداره توګه ترسره شي.

په هلمند کې د وروستيو جګړو له پيله وروسته دا لومړى ځل چې په بې ځايه شوو کورنيو مرستې وېشل کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال