منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۶ غ.و
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

خوست ته راستانه شوي افغان کډوال د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ پاملرنه غواړي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۱۱ کتنې

خوست ښار (پژواک، ٢ وږى ٩٥): له شمالي وزيرستان څخه خوست ولايت ته راستنې شوې افغان کورنۍ د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ څخه غوښتنه کوي چې د نورو افغان کډوالو په سترګه ورته وګوري.

دغه کورنۍ چې په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني ځواکونو د ضرب عضب په نوم د عملياتو له امله خوست ته راکډه شوې دي، وايي چې له ډېرو سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

په خوست کې د مهاجرت نړيوالې ادارې يا IOM د معلوماتو له مخې، له وزيرستان څخه د يادو راستنو شوو افغان کورنيو شمېر ۲۷۳۴ ته رسېږي چې اوسمهال د دغه ولايت په مختلفو سيمو کې مېشتې دي.

د کندوز اوسېدونکی جنت ګل چې شاوخوا دوه کاله مخکې له وزيرستانه خوست ته راغلی، پژواک اژانس ته وويل چې د ضرب عضب پوځي عملياتو له امله يې ټوله شتمني له لاسه ورکړې ده.

هغه زياته کړه چې د پاکستان حکومت ورته د کډوالۍ کارتونه ورکړي او نږدې دوه مياشتې وروسته يې د اعتبار نېټه پوره کېږي خو تر اوسه يو اېن اېچ سي ار ورته کومه ځانګړې پاملرنه نه ده کړې.

جنت ګل وايي: ((دلته کرايې کورونو کې اوسېږو، کرايه ډېره لوړه ده، له افغان دولت او يو اېن اېچ سي ار څخه غواړو چې موږ ته خپل حق راکړي، کوم چې اوس راستنېدونکو افغانانو ته ورکول کېږي.))

ده د نورو افغان کډوالو په استازيتوب له پاکستان څخه هم وغوښتل چې په ميرانشاه کې د دوی کاروبارونو، موټرو او همدارنګه له سامانونو ډکو پاتې شوو کورونو تاوان دې هم ورکړي.

هغه زياته کړه: ((موږ دېرش کاله په ميرانشاه کې تېر کړل، هلته زموږ کورونه ډک پاتې شول، په مارکېټونو کې ټول سامانونه پاکستاني پوځيانو ضبط کړل او هټۍ يې ونړولې. خوست کې يو اېن اېچ سي ار موږ ته تر اوسه يوه، يوه بوجۍ اوړه راکړي او بس.))

د پاکستان حکومت څه موده مخکې په شمالي وزيرستان کې د سخت دريځو پر ضد د عملياتو د پای ته رسېدو اعلان وکړ او له بې ځايه شوو وزيرستانيانو څخه يې د بېرته ستنېدو وغوښتل.

له دې امله چې پاکستان له ستنېدونکو وزيرکډوالو کورنيو سره د کورونو په جوړولو کې د مرستو ژمنه کړې، افغان کډوال هم له هغه هېواده د خپلو شتمنيو د ورکړې جدي غوښتنه لري.

له وزيرستان څخه بل راستون شوی افغان کډوال اميرجان هغه څه باندې ۳ سوه ډالره پيسې د ځان حق هم بولي، چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري يې راستنېدونکو افغان کډوالو ته ورکوي.

نوموړي زياته کړه: ((موږ له يادې ادارې غواړو چې زموږ کارتونه دې وڅېړي او د حل يوه لاره ورته پيدا کړي. پاکستان موږ ته اجازه نه راکوي چې بېرته ورشو او د پېښور له لارې افغانستان ته راشو.))

پژواک هڅه وکړه چې په خوست کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ يا UNHCR نظر هم واخلي، خو کوم غبرګون يې ترلاسه نشو کړای.

د خوست د والي وياند مبارزمحمد ځدراڼ پژواک اژانس ته وويل چې که څه هم زياتره دغه کورنۍ له يو اېن اېچ سي ار  سره نه دي ثبت شوې، خو بيا هم له هغوی سره د مرستو په راجلبولو بريالي شوي دي.

ځدراڼ زياته کړه: ((موږ خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوو، څو هغه مرسته چې ياده اداره يې له نورو راستنېدونکو کډوالو سره کوي، له شمالي وزيرستان څخه له راغلو افغان کډوالو سره يې هم وکړي.))

په عين حال کې په خوست کې د مهاجر نړيوالې ادارې يا IOM مسوولين وايي چې له يادو کورنيو سره يې د يوه اندازه خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې کړې، خو راستنې شوې کورنۍ وايي چې د اوږدمهال لپاره يې ستونزې نه دې حل شوې.

د ضرب عضب په نوم د پوځي عملياتو له کبله چې په شمالي وزيرستان کې د ۲۰۱۴ زېږديز کال د جون په مياشت کې پيل شول او دوه کاله يې دوام وکړ، شاوخوا پنځه سوه زره وزيرستانيانو هم خپل کورونه پرېښودل.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال