کابل (پژواک، ٣ وږى ٩٥): د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې له پاکستانه د افغان کډوالو راستېندنه ٥٢ سلنه لوړه شوې ده.
د ياد وزارت له خوا د وږي په ٣مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې يواځې په تېرې جولاى مياشت کې له پاکستانه ۱۱۴۱۶ راجستر شوي کډوال په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.
د هغه په وينا، دا شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٥٢ سلنه ډېروالى ښيي.
سرچينې زياته کړې، په ټوليز ډول له پاکستان او ايرانه د ۲۰۱۶ کال له پيله تر جولای مياشتې پورې ۱۹۶۴۶ اسناد لرونکي افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې له دې ډلې ۱۸۲۹۱ کسان له پاکستانه او پاتې نور له ايرانه په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي .
ياد وزارت ويلي، چې راستنېدونکو کډوالو سره د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له لوري نقدي مرستې شوې او ټول يې د دغې ادارې له مرستو برخمن شوي دي .
د يو بل خبر له مخې تېره ورځ په کابل کې د ياد وزارت اړونده د کډوالۍ عالي کمېسيون د په ناسته کې د کډوالۍ په تړاو خبرې شوې دي.
په يوه بله خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د کډوالۍ عالي کمېسيون دغه ناسته د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزير سيدعالمي بلخي په مشرۍ جوړه شوې وه .
سرچينې زياته کړې، په دې ناسته کې له راستنېدونکو کډوالو سره د بېړنيو مرستو د ګډ پلان، د راستنېدونکو او بېځايه شوو د وضعيت او له اروپايي هېوادونو سره د کډوالو په تړاو د مذاکراتو د پرمختګ په اړه خبرې وشوې .
په خبرپاڼه کې راغلي، په دې په ناسته کې د يوناما مرستيال مارک بوډن، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيالې، ډاکټر عالمې او په کابل کې د UNHCR او IOM د ادارو مشرانو او چارواکو ګډون درلود .
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي ويلي، له راستنېدونکو کډوالو سره د بېړنيو مرستو ګډ پلان د ولسمشر له خوا تصويب شوی او دغه پلان په دوو پړاوونو کې تطبيقېږي، لومړی له دوى سره بېړنۍ مرستې کېږي او وروسته بيا د سرپناه ستونزه يې هوارېږي.
د سرچينې په وينا، د سرپناه په برخه کې يوه کمېټه ټاکل شوې، په ننګرهار او کابل کې د دې کمېټې له خوا راستنېدونکو کډوالو د سرپناه لپاره ځمکې مشخصې شوې او د ولسمشر له پرېکړې وروسته به د وېش چارې يې پيل شي .
د بلخي په وينا، هېواد ته د افغان کډوالو د راستنېدنې کچه لوړه شوې او هره ورځ له ۵زرو څخه ډېر کسان هېواد ته راستنېږي، نوموړې له مرستندویه ادارو په دې برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










