منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۵ غ.و
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په اروپايي هېواد سربيا کې يو افغان کډوال وژل شوى

· ۱ دقیقه لوستل · ۹۱ کتنې

کابل (پژواک، ٣ وږى ٩٥): په اروپايي هېواد سربيا کې يو ٢٠ کلن افغان کډوال د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوى دى.

د سربيا په پلازمېنه بلغراد کې د دغه هېواد د کورنيو چارو وزارت ويلي چې دغه پېښه تېره شپه له بلغاريا سره په ګډه پوله رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې، يوه ډله غير قانوني کډوالو هڅه کوله چې له بلغايار څخه سربيا ته واوړي چې پر ګډه پوله پرې ډزې شوې دي.

د کورنيو چارو وزارت ويلي، کله چې يې سرحدي ځواکونه سيمې ته رسېدلي، يو تن يې په ټپي حالت کې موندلى و چې وروسته يې ساه ورکړه.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، تر پلټنو وروسته معلومه شوه چې وژل شوى غير قانوني کډوال افغان و.

د سربيا د کورنيو چارو وزارت له سيمې يو شکمن تن نيول شوى او پلټنې پيل ترې پيل شوې دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، تېر کال د بلغاريا او سربيا له لارې  شاوخوا يو ميليون کډوال اروپايي هېوادونو ته ځانونه رسولي او اوس هم ٤٤٠٠ کډوال په سربيا کې پراته دي.

د افغانستان د حکومت د معلوماتو له مخې، په تېرو دوو کلونو کې شاوخوا ٢٠٠زره افغانان اروپايي هېوادونو ته په قاچاقي لارو تللي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال