کابل (پژواک، ٩ وږى ٩٥): د کډوالو چارو وزارت وايي چې افغان حکومت راستنېدونکو ته په دوو پړاونو کې بېړنۍ مرستې او د دايمي استوګنې ځاى برابروي.
د ياد وزارت د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په غونډه کې نن د کډوالو لپاره د بېړنيو مرستو وړاندې کولو د څرنګوالي او دوى ته د لا ډېرو اسانتياوو وړاندې کولو په اړه خبرې اترې وشوې.
په دغه ناسته کې د کډوالو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي، د ياد وزارت د راستنېدونکو چارو مرستيالې ډاکټر عالمې، اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو مرستيالې سيد مژګان مصطفوي او د اړونده بنسټونو يو شمېر چارواکو ګډون درلود.
په ياده ناسته کې د کډوالو چارو وزير وويل، چې د دغه وزارت د پخوانيو وړاندوينو له مخې، راستنېدونکو ته د لاسرسي لپاره د نړيوالو بنسټونو په همکارۍ ګډ پلان چمتو شوى چې په دوو پړاونو کې د راستنېدونکو لپاره په کې دايمي استوګنه او بېړنۍ مرستې شاملې دي.
نوموړي زياته کړه چې ياد پلان د افغانستان د ملي امينت شورا کې هم مطرح شوى چې د يادې شورا له لوري هم منل شوى دى.
د هغه په وينا، ياد پلان د کډوالو چارو وزارت راستنېدونکو چارو معينيت د تخنيکي کمېټې له لوري نهايي شوى او په نږدې ورځو کې به يې عملي کار له ننګرهار ولايت څخه پيل شي.
د بلخي په وينا: "د ياد پلان پر بنسټ به په لومړي پړاو کې بېړنۍ مرستې چې خوراکي او غيرخوراکي توکي، ترانسپورټ، لنډمهاله سرپناه، روغتيايي خدمتونه او د راستنېدونکو لپاره عامه پوهاوى په پام کې نيول شوي او په دويم پړاو کې به دوى ته دايمي استوګنه برابره شي."
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










