کابل (پژواک ١١ وږى ٩٥): اجرائيه رئيس وايي، په نږدې راتلونکې کې پاکستان ته سفر کوي او د دې هېواد له چارواکو سره به د افغان کډوالو پر ستونزو او د بيا راستنېدو پر بهير خبرې وکړې.
له اجرائيه رياست څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په پاکستان کې د افغان کډوالو له استازو سره، نن په کابل کې وکتل.
سرچينه کاږي، په دغو استازو کې د پاکستان د خیبرپښتونخوا، د بلوچستان او پنجاب صوبو څخه د افغان کډوالو، محصلینو، ډاکټرانو، کوچیانو، سوداګرو، ټرانسپورټي شرکتونو او تعلیمي ادارو استازي موجود وو.
سرچينه زياتوي، یادو استازو په خپلو خبرو کې وویل، دوی دا مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي بحثونو له خاطره سخت زيانمن شوي او ژوند یې له کړاوونو سره مخامخ شوی دی.
هغوی د پاکستاني امنیتي ادارو له چال چلنده سر وټکاوه او له افغان حکومت څخه یې غوښتنه وکړه، چې په دې اړه له پاکستاني مقاماتو او د ملګرو ملتونو له اړوندو ادارو سره خبرې وکړي.
د افغان کډوالو استازو په خپلو خبرو کې وویل، ژمن او چمتو دي، چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي، خو له افغان حکومته هیله لري، چې په افغانستان کې ورته د سرپنا، لومړنیو خدماتو ته د لاسرسي، مسلکي کسانو ته د کار زمینې مساعدولو، د تعلیمي برخې فعالینو سره د مرستې او نورو لازمو برخو کې همکاري وکړي.
د افغان کډوالو یادو استازو غوښتنه وکړه، چې هلته د مېشتو مسلکي افغانانو له پوهې او استعداد څخه دې افغان حکومت ګټه پورته کړي او په تعلیم بوختو افغانانو ته دې هېواد ته لا راستنېدو سره سم، د تعلیمي اسنادو په منلو او د تحصیل په دوام کې شرایط اسان کړي.
د خبرپاڼې په حواله، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د پاکستان مېشتو افغان کډوالو د استازو تر خبرو، غوښتنو او وړاندیزونو اورېدلو وروسته هغوی ته وویل، د ملي یووالي حکومت د یوه مسوول حکومت په توګه ژمن دی، چې ټولو غوښتنو او وړاندیزونو ته د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې مثبت ځوابونه ووايي.
هغه زیاته کړه، په دې برخه کې مخکې شوې او اوسنۍ ټولې ژمنې عملي کېږي او حکومت د افغانانو د باعزته او باابرو بیا راستنېدنې لپاره چمتووالى نیسي.
نوموړي له کډوالو سره ژمنه وکړه، چې په نږدې راتلونکي کې پاکستان ته سفر کوي او د هغه هېواد له مقاماتو سره به د افغان کډوالو پر ستونزو، د بیا راستنېدنې پر پروسې او نورو اړوندو مسئلو باندې خبرې وکړي.
ده یادونه وکړه، چې د افغان کډوالو ستونزې به د ملګرو ملتونو له اړوندو ادارو سره هم شریکوي او په اړه به یې د تضمین شويو واضحو اقداماتو غوښتنه وکړي.
اجرائیه رئیس د لوړو زده کړو، پوهنې، عامې روغتیا، کډوالو، د ټرانسپورټ او د کار او ټولنیزو چارو وزیرانو ته هدایت وکړ، چې د پاکستان مېشتو افغان کډوالو د نورو ټولو ستونزو د حل ترڅنګ دې، د هغوی د قانوني او تحصیلي اسنادو د منلو، ثبت او راجسټر په برخه کې ټولې ستونزې له منځه یوسي او د اړتیا په صورت کې د فرعي قوانینو د تغيیر او اصلاح لپاره هم عملي ګامونه پورته کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










