کابل (پژواک، ١١ وږى ٩٥): ولسمشر اشرف غني وايي چې راستنېدونکو کډوالو ته ټولې اسانتياوې برابروي او هر راستنېدونکى کډوال به د شرعي جايداد خاوند شي.
له ارګه د وږي په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني پرون ماښام په پاکستان کې د مېشت افغان کډوالو له مشرانو او استازو سره وکتل.
سرچينې زياته کړې، د کتنې پر مهال د ولسمشر ځانګړي استازي او په پاکستان کې د افغانستان سفیر ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال وویل، افغان کډوال د اوږو بار نه، بلکې ولسي پانګه ده او دوی هوډ کړی چې د کډوالۍ، پردېسۍ او جلا وطنۍ له ستونزمن ژوند څخه په هېواد کې با عزته او ډاډمن ژوند ته راستانه شي.
هغه زياته کړه ، له پاکستانه هره ورځ له ۳۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ پورې کډوال هېواد ته راستنېږي او د دوی راتګ د هېواد د امنیت، اقتصاد او ثبات په ښه والي مثبت اغېز لري.
زاخېلوال د ملګرو ملتونو کډوالو نړیوالې ادارې او د کډوالو نړیوال سازمان مننه وکړه چې تل یې د کډوالو د حقونو ملاتړ کړی او مخکښ رول یې لوبولی دی.
د کډوالو په استازيتوب انجنیر الهام عمر هوتکي د کډوالو راستنېدل د هېواد د ابادۍ لپاره لوی فرصت وباله.
هغه زیاته کړه، د راستنېدونکو کډوالو ته د ارام او هوسا ژوند په موخه د کورونو جوړولو ګټور موډل ترتیب شوی دی.
هوتکي وویل، په پاکستان کې افغان سفارت دې د راستنېدونکو لپاره د همغږۍ مرکز جوړ کړي، تر څو د هغوی د راستنېدنې چارې او خدمات په ښه توګه ترتیب او تنظیم کړي.
هغه زیاته کړه، حکومت د ولسمشر په لارښوونه راستنېدونکو کډوالو ته د کورونو ځمکې، د څښاک اوبو، زده کړې، روغتیا او نورو اسانتیاو برابرولو پوره تیاری لري.
په پېښور کې د مېشت افغان کډوالو د ټرانسپورټ اتحادیې په استازیتوب بریالي میاخېل وویل، افغان کډوال سرپناه نه لري.
د کډوالو چارو وزارت پالیسي پېچلې ده، ځیني افغان کډوال چې په وړو جرمونو په پاکستان کې بندیان دي هغوی دې ازاد شي.
د هغه په وينا، د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیواله ادارې دې خپلې مرستې زیاتې کړي او راستنېدونکي دې په عزت سره مېشت شي، تر څو د نورو د هڅونې او راستنېدنې لامل شي.
د افغان کډوالو د ترانسپورت اتحادیې استازي محمدنور احمدزی وویل، د افغانانو زرګونه موټر د پاکستانیانو په نوم دي د هغو اسناد دې د افغانانو په نوم شي، ترافیک او د ترازو مسوولین د قانوني وزن راوړونکي موټروانان ځوروي، د تاجر سزا موټر او موټروان ته ورکوي، نو د دې مخنیوی دې وشي.
د ملي سوداګرو استازي حاجي رسول خان وویل، د هېواد د ابادۍ په خاطر خپله پانګه له پاکستان څخه رالېږدوي.
خو هغه زياته کړه: ((زموږ یوه اندازه پانګه د پاکستانیانو په نوم ده، په ځينو مواردو کې افغان او پاکستاني تاجرانو شراکت کړی او بانکي حساب د هغوی په نوم دی. زموږ مارکېټونه او وړې کارخانې په نیمایي بیه له موږ څخه غواړي او پېشکي روپۍ مو چې ورکړې هغه موږ ته بېرته نه راکوي، نو حکومت دې په دې برخه کې له موږ سره مرسته وکړي او د پاکستان په هر ایالت کې دې یو یو وکیل موږ ته ونیسي.))
په پاکستان کې د افغان کډوالو د ښوونځیو د مدیرانو استازي نور حبیب حبیب وویل، ښوونکو ته دې ځانګړی ښارګوټی ورکړل شي او هلته ثبت شوي ښوونځي دې بیا نه ثبتېږي او دغو زده کوونکو ته دې د بورسونو سهم ورکړل شي.
د غالیو پلورونکو اتحادیې په استازیتوب عبدالطیف خبرې وکړې، هغه وویل، غالۍ اوبدونکي د حکومت ښه همکاران دي؛ ځکه خلکو ته کار ورکوي، نو له دوی سره دې د ځمکو او نورو اسانتیاو په برخه کې مرسته وشي.
په کویټه کې د مېشت افغان کډوالو استازي عبدالرحمن وړاندیز وکړ، ځیني کډوال چې کارتونه نه لري، نو له هغوی سره دې مرسته وشي او غصب شوې ځمکې او جایدادونه دې بېرته ورته ورکړل شي او کډوال دې په تدریج بېرته هېواد ته راستانه شي.
شېرمحمد د کوچیانوپه استازیتوب وویل: ((موږ غواړو هېواد ته راستانه شو، خو موږ د استوګنې ځمکه نه لرو، ځکه کوچیان سخت بې وزلي دي او خپلې مالدارۍ یې له لاسه ورکړې دي.))
د افغان محصلینو په استازیتوب ډاکټر نجیب ننګیالي وویل، بورسونه دې د اړوند هېوادونو د سفارتونو له سیاسي نفوذ پرته د دولت په همغږۍ مستحقو کسانو ته ورکړل شي او هغوی چې پاکستان کې زده کړې کړي او د پاکستان تعلیمي سیستم سره بلد دي، هغوی ته دې لومړیتوب په کې ورکړل شي.
ولسمشر اشرف غني د کډوالو ستونزو او وړانديزونو اورېدلو وروسته وويل، چې د کډوالۍ ژوند سخت دی او یوه ځانګړې اداره به ستاسو د راستنېدو مسوولیت واخلي او تاسوته د ځمکې او اوبو د اسانتیاو په خاطر۱۲ میلیون ډالر ځانګړي شوي دي.
هغه زياته کړه: ((هر را ستنېدونکی کډوال به د شرعي جایداد خاوند شي. ټول افغانستان مو شریک کور دی او هېڅوک تاسو نه شي مجبورولی چې یو خاص ولایت ته لاړ شئ؛ ځکه هر افغان ته اساسي قانون دا حق ورکړی، مګر مراحل باید وسنجول شي.))
ولسمشر وويل، حاضر دى چې له ملي بوديجې هغه پیسې چې نه دې لګول شوې، د اساسي پروګرامونو له لارې د افغان کډوالو د ژوند د ښه والي برخې ته ځانګړې کړي.
نوموړي په پاکستان کې د افغانستان سفیر ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال ته لارښوونه وکړه چې د کډوالو د راستنېدنې چارو د تنظیم په موخه یوه ځانګړې کمېټه وټاکي او د دوی اساسي مسایل دې د کابینې، امنیت شورا او اقتصاد عالي شورا غونډو ته د بحث لپاره راوړي.
هغه زیاته کړه، په اسلام اباد، پېښور، کوېټه او نورو هغو ځایونو کې چې اړتیا یې لیدل کېږي ځانګړې کمېټې دې جوړې شي چې د کډوالو د راستنېدو چارې همغږې او تنظیم کړي.
ولسمشر غني وويل، کوم راستنېدونکي چې د مهاجرت کارتونه نه لري اساسي توجه به ورته وشي او د کډوالو وزارت به په دې هکله د ملګرو ملتونو کډوالو نړیوالې ادارې سره خبرې وکړي.
محمد اشرف غني له پاکستان څخه هېواد ته د افغان پانګوالو د پانګې د را انتقالولو په اړه ډاکټر زاخېلوال او د مالیې وزیر اکلیل حکیمي ته لارښوونه وکړه چې د پاکستان مالیې وزیر سره ګډ کار وکړي او د دې لپاره د افغانستان او پاکستان ګډ کمیسیون جوړ شي .
ولسمشر وویل: ((په افغانستان کې د پانګونې زمینې زیاتې دي، تاسو وړاندیز وکړئ چې هماغسې شرایط درته برابر کړو؛ ځکه تاسو د هېواد په صادراتو او وارداتو کې اساسي بدلون راوستلی شئ.))
د هغه په وينا، د کابینې په غونډه کې يې لارښوونه کړې چې په یوه میاشت کې ۹۰۰۰ جریبه ځمکه غالیو والا ته ورکړل شي. تراوسه مو د غالیو په اړه لس ناستې کړي دي.
ولسمشر غني د کورنیو چارو وزارت ارشد امنیتي معین ته لارښوونه وکړه چې ځانګړی پلاوی ولېږي او د تلو هغه مسوولین چې خلک ځوروي او پیسې ورڅخه اخلي عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژني.
دغه راز هغه همدارنګه ترانسپورت وزارت ته لارښوونه وکړه چې د تلو د کنټرول او ښه مدیریت لپاره دې امنیتي کامرې ولګول شي.
ولسمشر د لوړ زده کړو وزارت ته لارښوونه وکړه، د اسنادو د تثبیت داسې یوه کمېټه دې جوړه شي چې د هند، ایران او پاکستان له اسنادو سره بلد وي او تفکیک یې کړای شي.
هغه زیاته کړه، د اسنادو د تفکیک یوه فورمه دې ترتیب کړي او د لوړو زده کړو وزارت او په اړوندو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونو کې دې ځوړندې کړي.
دغه راز هغه د پوهنې وزارت ته لارښوونه وکړه چې تثبیت شوي ښوونځي دې هېواد ته له راستنېدنې وروسته دویم ځل نه ثبتېږي.
هغه زیاته کړه، لوړو زده کړو او عامې روغتیا وزارتونو وړاندیز کړی او مستقل طبي بورډ جوړېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










