منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۵۹ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

سږ کال له پاکستانه ١٠٧زره افغان کډوال راستانه شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۱ کتنې

کابل (پژواک، ١٧ وږى ٩٥): د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وايي، د تېر کال په پرتله د افغان کډوالو د ستېدلو لړۍ ډېره تېزه شوې او په روان زېږديز کال تر اوسه کابو ١٠٧زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ ويانده دنيا اسلم خان د وږي په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، سـږ کال تر اوسه له پاکستان څخه په خپله خوښه د کمېشنرۍ له لارې ١٠٧٢٠٠ افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

هغې زياته کړې، يواځې په تېرو شپږو ورځو کې څه کم ٢٠زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي.

د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ويانده وايي، تېر کال په همدې موده کې ٥٤زره افغانان خپل هېواد ستانه شوي وو، چې سږ کال دا کچه دوه برابره زياته شوې ده.

د خيبر پښتونخوا ايالت په پېښور ښار کې د افغانستان د کډوالو رياست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، هره ورځ له ٣٠٠٠  څخه تر ٤٠٠٠ پورې کورنۍ خپل هېواد ته ستنېږي.

سرچينې زياته کړې، له ځايي چارواکو او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له مسوولينو سره په اړيکو کې دي، چې دوى ته د ستنېدلو نور مرکزونه جوړ کړي.

بلخوا افغان کډوال شکايت کوي، چې د بېرته راستنېدلو مرکزونه لږ دي او دوى د څو ورځو لپاره له خپلو ماشومانو او سامانونو سره په مرکز کې پراته دي.

د ننګرهار يوه اوسېدونکي سبحان الله چې تازه له پېښوره راستون شوى، پژواک ته وويل چې هره ورځ د عالي کمېشنرۍ مرکز ته سلګونه کورنۍ راځي، خو هلته د موټرو د درولو، اوبو، سيوري او اوسېدلو هېڅ اسانتيا نشته.

هغه د افغانستان له حکومت څخه وغوښتل، چې کډوالو ته اسانتياوې برابرې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغان کډوالو سل کسيز پلاوى څو ورځې مخکې کابل ته د سفر پر مهال له ولسمشر اشرف غني سره خپلې ستونزې شريکې کړې دي.

ولسمشر په دې اړه څو کمېسيونونه جوړ کړي او اړوندو وزارتونو ته يې لارښوونه کړې، چې د کډوالو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي. 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال