کابل (پژواک، ١٩ وږى ٩٥): د پاکستان کابينې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د اوسېدلو نېټه ددرېيو نورو مياشتو لپاره وغځوله.
تر دې مخکې په پاکستان کې د افغان کډوالو داوسېدولو نېټه د ٢٠١٦ کال د جون په ٣٠ نېټه پاى ته رسېدلې وه، خو ددغه هېواد لومړي وزير نواز شريف دا موده د ٢٠١٦ کال د دسمبر د مياشتې تر ٣١ مې پورې وغځوله.
پاکستانيو رسنيو د وږي په ١٩مه، خبر ورکړى، چې د لومړي وزير نواز شريف په مشرۍ نن د کابينې په غونډه کې دا موده د ٢٠١٧ زېږيز کال د مارچ د مياشتې تر ٣١مې نېټې پورې د درېيو نورو مياشتو لپاره وغځوله.
خو سرچينې زياته کړې، چې دا اسانتيا يواځې هغو افغان کډوالو لپاره اعلان شوې، چې په دغه هېواد کې له ملګرو ملتونو سره د راجستريشن کارتونه لري.
د پاکستان لومړي وزير نواز شريف دغه راز امر کړى، چې پوليس دې د افغان کډوالو له ځورولو لاس واخلي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ د معلوماتو له مخې، اوس هم په پاکستان کې شاوخوا يو نيم ميليون راجستر او يو ميليون غير راجستر افغان کډوال ميشت دي.
خو دوه کاله مخکې ددغه هېواد په پېښور ښار کې د پوځي پر يوه ښوونځي تر بريده وروسته پاکستانيو ځواکونو د افغان کډوالو پر ځورولو، نيولو او بندي کولو لاس پورې کړ.
دغه راز څو مياشتې مخکې په تورخم کې ددواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنځ تر نښتې وروسته دا ځورونې نورې هم زياتې شوې، چې له امله يې افغان کډوال بېرته خپل هېواد ستنېدلو ته اړ شول.
په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت او په پېښور کې د افغان کونسلګرۍ لخوا د ((خپل وطن ګل وطن) ) تر نامه کمپاين پيل شو، چې له مخې يې يواځې په تېره يوه مياشت کې شاوخوا ٥٥ زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شي.
تېره اونۍ د افغان کډوالو يو پلاوي د افغان سفير ډاکټر عمر زاخېلوال په مشرۍ کابل ته سفر وکړ او له ولسمشر سره يې د کډوالو پر ستونزو او د راستنېدلو پر پروسې خبرې وکړې.
ولسمشر دوى ته ډاډ ورکړ، چې هرې يوې کورنۍ ته يوه نمره شرعي ځمکه ورکول کېږي او نورې اسانتياوې به هم ورته برباوي.
بلخوا ولسمشر اشرف غني تېره ورځ افغانستان او پاکستان لپاره د بريتانيا ځانګړي استازي سره دليدنې پر مهال ويلي، چې په پاکستان کې مېشت افغان کډوالو باندې د فشار زیاتولو له لارې پاکستان هڅه کړې چې پر افغانستان فشار واچوي، ، مګر دولت د خپلو را ستنېدونکو کډوالو لپاره بیړني ترتیبات نیولي او د دوی ځای پر ځای کېدو ته مو یو څه امکانات ځانګړي کړي دي.
هغه زياته کړې ، په پاکستان کې مېشت افغان کډوال په هغه هېواد کې د میلیاردونه پانګه لري او هېواد ته د هغوی د پانګې د را لېږدولو لپاره د اسانتیاو برابرول او اقدامات زموږ مسوولیت دی.
اشرف غني ويلي، په پاکستان کې مېشت افغان کډوال له دغو وروستینو فشارونو، جبر او تهدیدونو څخه ستړي دي او دوی په باعزته توګه خپل هېواد ته ستنېدل غواړي. هغه ټینګار وکړ، نړیواله ټولنه دې د کډوالو د باعزته راستنېدو لپاره همکاري وکړي، چې هغوی د یو منظم مهالوېش او پروګرام له مخې هېواد ته راستانه شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










