کابل (پژواک، ٢٠ وږى ٩٥): د کډوالو چارو وزارت د ايران هغه عمل پر کلکه غندي چې يو شمېر افغانان يې له نشه يي توکو سره يو ځاى په قفسونو کې اچولي او نندارې ته يې وړاندې کړي دي.
د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: "په خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د ۱۳۹۵ کال د وږي په ۱۷مه د ايران د شېراز ښار د پوليسو له لوري د نشه يي او قاچاقي توکو، الکولي مشروباتو او نورو کشف شوو موادو تر څنګ يو شمېر نيول شوي افغانان یې هم د په قفسونو کې اچولي وو او خلکو ته يې د خپلو لاسته راوړنو په توګه نندارې ته وړاندې کړي."
سرچينه ليکي چې دغه وزارت د ايران د شېراز ښار د پوليسو دغه عمل غير بشري، سپکاوی او د افغان کډوالو پر انساني کرامت تېری بولي او پر کلکو ټکو يې غندي.
دغه راز په اعلاميه کې راغلي چې د ايراني پوليسو دغه عمل د افغان کډوالو د بشري حقونو له موازينو، د ۱۹۵۱ کنوانسيون او ١٩٦٧ پروتوکول او د دواړو هېوادونو تر منځ د کډوالو په اړه له تفاهمليکونو سره په ټکر کې دى.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د ايران له دولته غوښتني چې دغه غير انساني عمل دې په جدي ډول وڅاري او عاملين يې دې د قانون منګولو ته وسپاري.
دغه راز ياد وزارت د افغانستان اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو له وزارته غوښتي چې دغه موضوع دې له ډېپلوماتيکو لارو تعقيب کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










