منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۰۴ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د لوګر بزګر خپلو پیازو ته بازار غواړي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۱۲ کتنې

پل علم (پژواک،۲۳وږی ۹۵): د لوګر يو شمېر کروندګر وايي چې سږ کال د پيازو حاصلات ښه دي خو بازار نه لري او د هرې بورۍ بيه د تېر کال په پرتله څه د پاسه ٧٠ سلنه کمه شوې ده.

د لوګر د مرکز پل علم د پورک سيمې اوسېدونکي فضل احمد پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پيازو د حاصلاتو او خرڅلاو وخت دى خو د پيازو لپاره يې بازار نشته دى.

هغه وایی: ((ما په خپله درې جریبه ځمکه پیاز کرلي، د کال له پیل څخه تر دې دمه مې ډېره خواري او لګښت پرې کړى خو اوس یې چې د خرڅلاو وخت دی، خریدار یې نشته او څوک یې له سره پوښتنه هم نه کوي.))

نوموړى وايي چې تېر کال يې د پيازو يوه ١٦منۍ بورۍ په درې زره کلدارې خرڅه کړې خو سږ يې ترې خلک په نهه سوه کلدارې غواړي.

دغه راز د مرکز داودخېلو سیمې بزګر نسیم الله پژواک ته وويل چې له لسو کلونو راهيسې په خپله شل جريبه ځمکه کې پياز کري.

هغه زياته کړه: ((تېر کال مې  شاوخوا يو ميليون پنځه سوه زره افغانۍ  ګټه کړې وه خو سږ کال همدغه مياشت د پيازو د خرڅولو دى، هېڅوک يې پوښتنه هم نه کوي.))

د محمداغې ولسوالۍ د اب بازک سيمې اوسېدونکي ګلاب خان پژواک ته وويل چې په پنځه جريبه ځمکه کې پياز کرلي او سل زره افغانۍ يې لګښت پرې کړى دى.

هغه وايي: ((يواځې زموږ په سيمه کې په سلګونو جريبه ځمکه کې پياز کرل شوي دي او خلکو فکر کاوه چې د نورو کلونو په شان به يوه مړۍ ډوډۍ وګټي خو سږ کال تر اوسه هېڅ بازار نه لري.))

د لوګر ولايت لسکونه نور بزګران هم ورته شکايتونه لري او له حکومته يې غوښتنه وکړه چې پيازو ته يې بازار پيدا کړي.

د لوګر د بزګرو د ټولنې مشر زمان الدين پژواک ته وويل چې حکومت اړ دى تر څو د دغه ولايت پيازو ته بازار پيدا کړي.

هغه وويل: ((تر اوسه چا د پيازو پوښتنه هم نه ده کړې حتى پرچون هم سم نه خرڅېږي، حکومت دې له نورو هېوادونو سره قرارداد وکړي او زموږ پيازو ته دې بازار پيدا کړي.))

د لوګر د کرنې رياست هم ياده ستونزه تاييدوي.

د لوګر د کرنې او مالدارۍ رييس محمد همايون عمر پژواک ته وويل چې د دغه ولايت په ١٤ سوه هکتاره ځمکه کې پياز کرل شوي دي.

هغه وايي: ((هر کال به زموږ بزګرو له پيازو څخه ښه عوايد ترلاسه کول خو سږ کال يې پياز تر اوسه نه دي خرڅ شوي او زه د دغه کار يو علت زموږ د حکومت او د پاکستان تر منځ د اړيکو خرابوالى بولم.))

ده وويل که د دغه ولايت د بزګرو پياوزو ته ښه بازار پيدا نه شي، بزګران به له ډېرو مالي تاوانونو سره مخ شي.

خو هغه وويل چې اړندو ارګانونو سره يې د يادې ستونزې د حل په موخه خبرې کړې دي او يوه لاره به ورته پيدا کړي.

د ياد رياست د معلوماتو له مخې، تېر کال په لوګر کې د پيازو حاصلات ٣٨٠٠ ټنه وو چې هره ١٦ منۍ بورۍ يې درې زره کلدارې خرڅېده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول فيچرونه