کابل (پژواک ٢٩ وږى ٩٥): د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت او د پلازمېنې زون انکشافي خپلواکې ادارې په باریک اب کې د کډوالو د ښارګوټي د عملي کار پیلولو تفاهملیک لاسلیک کړ.
د باريک اب دغه ښارګوټى د پروان ولايت اړوند په بګرام ولسوالۍ کې موقعيت لري.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په ارګ کې نن له غرمې مخکې په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د پلازمېنې زون انکشافي خپلواکې ادارې رئیس انجنیر الهام عمر هوتکي وویل، له دوه میاشتو کمه موده کې وتوانېدل، چې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د ۱۳زره نومرو کار پیل کړي.
د ده په وينا، په باریک اب کې ۷۰۰۰ نومرې پخوا وېشل شوي، ۱۳۰۰۰ نومرې به د نوي مېتود له مخې ووېشل شي او په یاد ښارګوټي کې لس لومړني ښوونځي، څلور لېسې، یو روغتون، څلور کلینیکونه، وړکتونونه او یو کتابتون په پام کې دی.
هغه زیاته کړه، د ژمي له را رسېدو دمخه به کابل کې هم د راستنېدونکو کډوالو د ښارګوټو چارې پیل کړي.
نوموړي څرګنده کړه، د راستنېدونکو کډوالو تر څنګ بېځایه شویو کورنیو ته هم لازم تدابیر حتمي دي.
هوتکي وویل، له ۶۰ څخه زیات ښارګوټي د نامناسب موقعیت، زېربنا او اساسي خدماتو د نشتوالي له امله نیمګړي پاتې دي، ځکه د نامناسب موقعیت د انتخاب له امله هلته د کار او اساسي خدماتو درک نه لګېږي.
د پلازمېنې زون انکشافي خپلواکې ادارې رئیس په خبره، د راستنېدونکو کډوالو د انتقال، استقبال او مجدد ادغام درې پړاوونه به د اړوندو ملي او نړيوالو ادارو په ګډه همکارۍ تطبیق او په عزت به هغوی په ټاکلو ځایونو کې ځای پرځای کړي.
انجنیر هوتکي وايي، راستنېدونکو کډوالو ته به د کور جوړولو لپاره ځمکه ورکړي، چې خپله یې اباده کړي، ترڅو د مالکیت احساس وکړي.
نوموړي زیاته کړه، د باکیفیته او اړتیا وړ تعمیراتي توکو او ارزانه مالي منابعو د تشخیص په برخه کې به هم ورسره همکاري وکړي او همدارنګه به د ځمکو اداره د ملکیت سند ورکړي.
د خبرپاڼې په حواله، ورپسې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي کډوالو او بېځایه شویو کورنیو ته د ځانګړې پاملرنې له امله له ولسمشر څخه مننه وکړه او ويې ویل، ۷،۲ میلیونه افغان کډوال لا هم په پاکستان، ایران، اروپايي او نورو هېوادونو کې د کډوالۍ ژوند کوي.
د هغه په وينا، د جمهوري ریاست عالي مقام د ۱۰۴مې ګڼې فرمان له مخې به په مرکز او ولایتونو کې د کډوالو د ځای پرځای کولو چارو د ښه ترسره کولو لپاره ځانګړې کمېټې جوړې شي، چې هغوی ته د ځمکو د وېش ترڅنګ نورې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
بلخي زياته کړه، په ۲۷ ولایتونو کې کډوالو ته د وېش لپاره دولتي ځمکه لري او د اساسي قانون مطابق د ولسمشر د نوې لارښوونې په اساس افغان کډوال کولای شي د هېواد په هر ولایت کې چې غواړي، هلته ژوند وکړي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر وايي، دوی کوښښ کوي چې هېواد ته راستنېدونکي کډوال په عزت سره په ټاکلو ځایونو کې ځای پرځای او اساسي اسانتیاوې ورته برابرې کړي.
هغه څرګنده کړه، په هېواد کې د اقتصادي او ملي پروژو د تطبیق او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د مبارزو او سرښندنو له برکته د تېرو ۱۴ کالو په پرتله په دې وروستیو کې هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو بهیر په بې سارې توګه چټک شوی دی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










