کابل (پژواک د تلې لومړۍ نېټه، ٩٥): له خيبر پښتونخوا څخه هېواد ته د راستنو کېدونکو کډوالو په يوه موټر کې د ګاز ډبې د چاودنې له امله يوه مېرمن وژل شوې او شپږ نور ټپيان دي.
په خيبر پښتونخوا ايالت کې د افغانستان د کونسلګرۍ اړونده د کډوالو چارو رييس عبدالحميد جليلي د تلې په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار په پېښور ښار کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې د بېرته راستنېدونکو کډوالو په يوه موټر کې د ګاز ډبې چاودنه شوې ده، چې له امله يې يوه مېرمن مړه شوې ده.
جليلي وويل، د چاودنې له امله شپږ نور کسان ټپيان شوي چې په کې ماشومان هم شامل دي.
د نوموړي په وينا، ټپيان روغتون ته لېږدول شوي، خو د هغوى د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.
د يادونې ده چې تېره مياشت د تورخم – جلال اباد پر لويه لاره د بېرته راستنېدونکو کډوالو د يوه موټر د اوښتو له امله مرګ ژوبله رامنځته شوې وه .
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










