جلال اباد (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۹۵): د ننګرهار او لغمان ولايتونو ترمنځ په ګمبيري دښته کې له پاکستانه تازه راستنې شوې شاوخوا پنځه سوه کورنۍ وايي چې د ژوند لومړنيو اسانتياوو ته لاسرسی نه لري او حکومت ورته هېڅ پاملرنه نه ده کړې.
دوی، چې په پاکستان کې د پوليسو له وروستيو سختيو ستړي شوي وو، وايي د خپل وطن ګل وطن غږونو په اورېدو يې وطن ته کډې رابار کړې؛ خو دلته ورته د ګمبيري په څېر له دغې سختې دښتې د اوسېدو بل ځای په لاس ورنغی.
دغه سيمه چې د ننګرهار له ښېوې ولسوالۍ ورته شاوخوا نيم ساعت لار ورغلې، د لغمان او ننګرهار چارواکي يې يو د بل د مسووليت ساحه ګڼي.
يادې کورنۍ وايي، په قوم څينزي کوچي دي او ادعا کوي، چې دغه ډاګ ورته له پلرونو په ميراث پاتې ده.
حاجي غلام الله چې د دغه قوم مشر دی، پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پرمهال وويل چې په پاکستان کې يې د اوسېدو شرايط ډېر سخت شوي وو؛ ځکه يې خپله دغه پلرنۍ دښته قبوله او له هغه ذليله ژونده لاس په سر شول.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې د دغه قوم شاخوا ۳۰۰۰ کورنۍ اوسېدې، چې اوسمهال يې شاوخوا پنځه سوه دلته راستنې شوې او نورو يې هم د راتګ لپاره چمتوالی نيولی دی.
هغه زياته کړه: ((دا څلور ورځې او څلور شپې کېږي، چې راغلي يو، نه مو حکومت پوښتنه کړې، نه کومې موسسې او نه هم بل چا. اوبه نه لرو، خوړو ته حيران يو، ناروغان مو په بد حال دي، د اولادونو مکتبونه مو پاتې شول، حيران يو چې څه وکړو.))
د دغه قوم مشر حاجي غلام الله له حکومته غوښتنه وکړه، چې د دوی د ستونزو د حل لپاره دې لاس په کار شي او ژر تر ژره دې د ژوند د لومړنيو استانتياوو ترڅنګ د دوی د سرپنا لپاره هم زمينه برابره کړي.
پنځوس کلنه زرغونه چې د ژوند ډېره برخه يې د پاکستان په برېښنايي او له سهوليتونو ډک ژوند کې تېره کړې ، د څلورو لرګيو په سر د يو نري ترپال تر سيوري لاندې ناسته وه.
هغه وايي ورته په ټانکر کې راتلونکو اوبو يې ځکه ستونی خراب کړی، چې نا پاکې دي: ((په اوبو کې چنجي دي، شګې دي، ناولې اوبه دي ټول يې ناروغان کړو.))
دغه راز په يادو راستنو شويو کورنيو کې د جعفر خان په نامه يو کس چې تېره شپه يې د کورنۍ يو غړی ناروغ شوی و، وايي نږدي و، چې د ډاکټر نشتوالي او د دوی د ځای د لرېوالي له امله يې ناروغ ژوند له لاسه ورکړی وای.
هغه وويل: ((بېګا مې يو زوی سخت ناروغ شو، دلته خو ډاکټران نشته، ښار او بازار هم له موږ نه لرې دی، ښه و چې خدای لږ ښه کړ، کنه موټر نه و، چې ښار ته مو وړی وای؛ نو کيدای شي چې مړ شوی وای.))
ساجد الله چې هلته يې تر يوولسمه د مهاجرو په يو ښوونځي کې زده کړې سرته رسولې، خپل وروستي تعليمي کال ته ډېر حېران و.
دی وايي، که حکومت ورته ژر ښوونځی جوړ نه کړي؛ نو د دغو شاوخوا پنځه سوه کورنيو سلګونه کوچنيان او ځوانان به له زده کړو محروم پاتې شي.
يادې تازه را کډه شوې کورنۍ وايي، چې دوی د ننګرهار ولايت مربوط دي او ښېوې ولسوالۍ کې يې تذکرې اخيستې دي؛ خو د ننګرهار د مهاجرينو او بېرته راستنېدونکو چارو رياست وايي چې ياده سيمه د دوی مربوط نه ده او لغمان پورې تړلې ده.
د ننګرهار د کډوالو رييس غلام حيدر فقيرزي پژواک ته وويل، چې ځينې لومړنۍ مرستې يې يادو کډوالو ته رسولې دي؛ خو د مسووليت نه درلودو په وجه ورسره ډيرې مرستې نه شي ترسره کولی.
د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوګياڼي هم پژواک ته ورته څرګندونې وکړې؛ خو وايي دولت بېرته راستنو شويو کډوالو ته په هر ولايت کې د مرستو پراخ پلان جوړ کړی دی.
بلخوا د لغمان ولايت د کډوالو چارو رييس انجينر محمد کاظم حقپال پژواک ته وويل چې تر اوسه د يادو کډوالو له ورتګه خبر نه دی او په اړه به يې پلټنې وکړي.
ده زياته کړه چې د دوى د ادارې اصول داسې دي، هر څوک چې راځي او د مرستې تمه لري؛ نو دوی ته به عريضه کوي وروسته ورسره دوی مرستې ترسره کوي.
د يادولو وړه ده چې په دې وروستيو کې افغانستان ته له پاکستانه د افغان کډوالو بهير ځکه ګړندی شوی، چې له يوې خوا د دغه هېواد پوليسو د کډوالو ځورول شروع کړي او له بلې خوا هلته افغان سفارت د خپل وطن ګل وطن کمپاين پيل کړی دی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










