کابل (پژواک ٤ تله ٩٥): د کډوالو چارو وزارت وايي چې له ګاونډيو هېوادونو د هېوادوالو د راستنېدو کچه په بې ساري توګه لوړه شوې او له پاکستان او ايران څخه هره ورځ اته زره افغان کډوال خپل هېواد ته راستنيږي.
د کډوالو چارو وزير سيدحسين عالمي بلخي، چې نن د کډوالو راستنېدو په اړه د ځواب ويلو په موخه د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته رابلل شوى و، وويل: "پاکستان کې د کډوالو وضعيت له بده مرغه د سياسي مسايلو او د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو تر اغېز لاندې راغلى، اوسمهال له افغان کډوالو سره د پاکستان چلند د دواړو هېوادونو تر منځ په سياسي دريځ او اړيکو ولاړ دى."
نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې له پاکستان سره د افغانستان اړيکې، سوداګريز او اقتصادي مسايلو هم د افغان کډوالو پر وضعيت اغېز کړى، زياته کړه: "افغان کډوال د پاکستان په بې نظمۍ او نا امنيو کې هيڅ ښکېلتيا نه لري."
د بلخي د معلوماتو پر بنسټ، په پاکستان کې د هغو کډوالو د پاتې کېدو نېټه چې ځانونه يې ثبت او راجستر کړي، د راتلونکي زېږديز کال تر مارچ مياشتې پورې ده او هغه افغان کډوال چې اسناد نه لري، د روان کال تر اکتوبر مياشتې پورې هلته پاتې کېدلى شي.
بلخي په وروستيو مياشتو کې له ايران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ ډېره چټکه وبلله او ويې ويل، هره ورځ اته زره افغان کډوال چې له دې ډلې يې ډېرى له پاکستان راستنيږي، خپل هېواد ته راځي.
هغه وويل: "اوسمهال د راستنېدو کچه ډېره لوړه ده او د تېرو څوارلسو کلونو په پرتله بې سارې ده، د افغان کډوالو راستنېدل بېلابېل دليلونه لري، چې په ګاونډيو هېوادونو کې له دوى سره سخت چلند او په افغانستان کې د وضعيت له ښه والي يادونه وکړو."
هغه زياته کړه چې د حکومت د پاليسۍ پر بنسټ، هر مستحق کډوال ته يوه نومره ځمکه وېشل کېږي.
نوموړي، د بوديجې کمښت، د موسسو نه همکاري او د زورواکو له لوري د ښارګوټو د ځمکو غصب د ياد وزارت له ستونزو ياد کړل.
د کډوالو چارو وزارت ياد لوړپوړي چارواکي وويل: "د هېواد په ٢٩ ولايتونو کې د کډوالو پر ٦١ ښارګوټو کار روان دى، چې په بشپړېدو سره به يې د ځاى له اړخه د کډوالو ستونزې حل شي."
نوموړي د جرګې له غړو وغوښتل، څو د کډوالو چارو وزارت د بوديجې زياتولو په برخه کې هڅه وکړي، څو د ټولو بېځايه شوو او هغو کډوالو چې له ګاونډيو هېوادونو راستنيږي؛ د ستونزو د حل په برخه کې کلک ګامونه پورته شي.
هغه زياته کړه چې د کډوالو چارو وزارت په اوسنۍ بوديجې سره د راستنېدونکو کډوالو ستونزو هواري ته لاسرسى نه شي کولى.
نوموړي له جرمني د افغان کډوالو د راستنېدو په اړه وويل: "له جرمني هېواد سره خبرې اترې روانې دي او افغان حکومت له هيچا سره هم هوکړه نه ده کړې، څو افغان کډوال بيرته افغانستان ته راستانه کړي."
هغه زياته کړه، تېر کال په جرمني کې ١٥٤ زره افغانانو د پناه اخيستو غوښتنه کړې، چې د هر يوه قضيه بايد له نړيوالو تړونونو سره سم وڅېړل شي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو پر بنسټ، په پاکستان کې شاوخوا يونيم ميليون قانوني افغانان او يو ميليون غيرقانوني افغانان ژوند کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










